د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د بخښنې نړیوال سازمان: ایران د ۱۹۸۸ د پټ قتل عام په اړه حقایق تحریف کړي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران لوړ رتبه مقاماتو په دې هېواد کې د ۱۹۸۸میلادي کال د پټ قتل عام په اړه حقایق تحریف کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنېشل په ایران کې د ۱۹۸۸ کال د ډله‌ییزو وژنو په اړه د ایران د پخواني صدراعظم میرحسین موسوي هغه مرکه خپره کړې ده چې نوموړی په کې د دغه قتل په اړه حقایق تحریف او ردوي.

امنېسټي انټرنېشل دا مرکه د خپل هغه راپور په تعقیب خپره کړې ده چې په کې ویل شوي د ایران رژیم د دغې قتل عام په اړه حقایق تحریف کړي دي.

د میرحسین موسوي دا مرکه د ۱۹۸۸ میلادي کال د ډیسمبر میاشت په ۱۳ تاریخ د اتریش د ملي خپرونو له خوا نشر شوې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران لوړ رتبه چارواکو د ۱۹۸۸ کال د زندانیانو د ډله ییزو اعدامونو په اړه حقایق تحریف کړي دي.

امنسټي انټرنېشنل وايي، د ایران پخوانۍ صدراعظم میرحسین موسوي او د هغه حکومت له ډله ییزو وژنو خبر و او دا ویډیو د دغه قتل عام د حقایقو د تحریفولو لپاره د ایران د رژیم په رسمي کمپاین کې د موسوي، رول څرګندوي.

میر حسین موسوي
میر حسین موسوي

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د ایران د چارو څیړونکې رها بحریني وايي، د ایران د هغه مهال چارواکي د دغو ډله ییزو وژنو په قضیه کې څو جرمونه کړي دي:

"هغه بهیر چې ترسره شوی، له محاکمې سره هېڅ ډول شباهت نه لري. د بې محاکمې اعدامونو سربېره د بخښنې د نړیوال سازمان په څېړنه کې ځانګړې نقطه دا ده چې د ایران رژیم د قربانیانو د برخلیک په پټولو سره چې ولې، څرنګه او په څه ډول اعدام او چېرته خاورو ته وسپارل شول، عملاً په زور د منځه وړلو جرم کړی دی."

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران رژیم په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په ټول هېواد کې پرته له دې چې د زندانیانو کورنیو ته يې دلیل ووايي ،د زندانونو دروازې وتړلې.

منیره برادران چې د هغه مهال سیاسي زنداني وه او له دغو اعدامونو ژوندی پاتې شوې ده په دې اړه د ازادۍ راډیو د ایران څانګې ته وویل:

"هغه څه چې د ۱۳۶۷ کال وژنو ته ځانګړتیا ورکوي دا و چې دا اعدامونه په ډله ییزه توګه وو. کوم کسان چې اعدام شول د اسلامي انقلاب د محاکمو له خوا په بند محکوم شوي وو. زیاتو زندانیانو خپله د بند موده پوره کړې وه او باید خوشې شوي وای."

امنسټي انټرنېشل دا کار د ایران د رژیم له خوا د خپلو سیاسي مخالفانو د منځه وړلو لپاره همغږې کونکې هڅه بللې ده .

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه شمېر چارواکي چې دغه مهال د مرګ پلاوي په نامه ډله کې غړي وو، اوس هم د رژیم په لوړو پوستونو کې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران رژیم د ۱۹۸۸میلادي کال د سېپټمبر میاشت تر وروستیو پورې د مجاهدین خلق، د نورو چپ لاسو ګوندونو د غړو، محصلانو او نورو اشخاصو په ګډون شاوخوا پینځه زره زندانیان په دار وځړول.

XS
SM
MD
LG