د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

په اماراتو کې د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ سیالۍ پېل شوې


په متحده عربي اماراتو کې د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام ۱۵ پړاوو سیالۍ پېل شوې.

د فوټبال نړیوالې شورا فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې،د فوټبال‌کلپونو د نړۍوال جام دا سیالۍ د لومړي ځل له ‌پاره په ۲۰۰۰ کال کې پیل شوې چی تراوسه هر کال په یو هېواد کې کېږي چې سږ کال به په‌کې ریال مادرید له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

د کلپونو په ۱۵م پړاو نړۍوال جام سیالیو کې د ۶ کنفیدراسیونونو څخه ۷ فوټبال کلپونه برخه لري چې د عربي اماراتو په دوو بېلابېلو «هازا او زاید» لوبغالو «العین او ابوظبي» او ښارونو کې به سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ به د ډېسمبر پر ۲۲مې نېټې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG