هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې او ثبات مخالف دي، په نښه به شي. دا خبره د افغانستان دفاع وزارت چارواکو د پڼجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وکړه.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد دا ونهویل چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روان پوځي عملیات یې په ځانګړي ډول د سولې د خنډ جوړونکو پرضد دي، خو دا یې وویل چې تر هغو به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي چې د حکومت وسله وال مخالفین سولي ته غاړه کېږدي.
ښاغلي جاوېد د هغو طالب مشرانو یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"تاسو ته معلومه ده چې ملامنان په هلمند ولایت کې دغه راز په غور ولایت کې د طالبانو والي او هم په نورو ځایونو د طالبانو سرګروپان په هوایي عملیاتو کې په نښه شوي. تر هغه ځایه چې د جګړې مسئله ده افغان امنیتي ځواکونه تر هغو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي چې وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای کېږي. هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې او ثبات مخالف دي او د افغانانو ژوند یې تریخ کړی، پر ضد به یې عملیات کېږي."
د ډسمبر پر دوهمه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو او امریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالمنان ووژل شو.
تر دې دوه ورځې وروسته د غور لپاره د طالبانو والي او د تېرې شنبې په ورځ د پکتیکا لپاره د طالبانو والي ووژل شو.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ننګرهار، پکتیا، کونړ، غزني، سمنګان، کندهار، هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي او تصفیوي عملیات روان دي چې هوایي ملاتړ هم ورسره دي.
دغه وزارت زیاتوي چې د یو شمېر طالب مشرانو او سرګروپان پر وژلو سربیره یې په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مالي سرچینو ته سخت زیان اړولی دی.
تر دې وړاندې رویټرز خبري آژانس د دفاع وزارت د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه وو ښودل شوی راپور ورکړی چې وایي، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې د طالبانو د هغو قوماندانانو د وژلو کمپاین پیل کړی چې د حکومت د سولې هڅو ته خنډ پېښولی شي.
دغه چارواکي رویټرز ته ویلي چې ځیني طالب قوماندانان د سولې د هڅو لپاره لوی خنډونه دي او د ده په وینا د افغان حکومت پلان دا دی چې دغه خنډونه لېرې کړي.
په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد ځمکني او هوایې عملیات داسې مهال ډېر شوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرافغان ځواکونو فشار راوړی چې د سولې په خبرو کې د قوت لپاره بریدونو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو ویاند ډیویډ بوټلر David Butler رویټرز ته ویلي چې دوی خپل ملاتړ او ځواک داسې عیاروي چې طالبان تر پخوا لا ډېر په دقیق او اغېزمن ډول په نښه کړي، څو د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره شرایط مساعد شي.
دی وایي، د دغو طالب مشرانو وژنه د جګړې د ختمېدو لپاره ټاکونکي نه ګڼي بلکه د ده په خبره تر هغو چې طالبان د جګړې د ختمېدو پریکړه نه وي کړې ښایي نور قوماندانان یې هم ووژل شي. د دغه امریکایي چارواکي په وینا د دې ستونزي یوازینۍ لاره به سیاسي جوړجاړی وي.
په دې وروستیو کې د حکومت له خوا د سولې هڅو له ګړندي کېدو سره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو بریدونو هم زور اخېستی.