په خوست کې لسګونو ځوانانو او سپینږیرو د «افغان ولسي خوځون» په نوم د یو مدني حرکت له لارې له افغان حکومت او وسلوالو طالبانو غوښتل چې دایمي اوربند وکړي.
دوی ویل چې په افغانستان کې روانو جګړو د دې هېواد د خلکو مادي او
معنوی هستۍ لوټلي او تر دې زیات د جګړو او بدمرغیو د دوام حوصله نه لري.
د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسي خوځون لسګونو غړو په خوست ښار کې د یو
لاریون په ترڅ کې رسنیو ته وویل، دوی غواړي په لومړي سر کې د خوست
ولسوالیو ته په پلي توګه د سولې پیغامونه یوسي او وروسته به دا حرکت لويې
پکتیا، کابل او نورو ولایتونو ته وغځوي.
لاریونوالو ویل چې دوی د هلمند د سولې کاروان او د کوزې پښتونخوا د
پښتون ژغورنې له غورځنګ سره په اړیکه کې دي او په ګډه به د سولې لپاره
هلې ځلې کوي.
د غفور جان پښتونیار په نوم د دې خوځښت یو تظیمونکی وايي چې په دې خوځښت
کې ورسره د خوست د بېلابېلو قومونو ځوانان او مشران ملګري دي.
دی وايي، په کوم ځای کې چې د افغانانو او پښتنو په مقابل کې جګړه روانه
ده، هغه غندي او ولس يې دوام نشي زغملی.
ښاغلی پښتونیار زیاتوي چې دوی به د هلمند د سولې کاروان، په کوزه
پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ خپل فعالیت له خوسته پیلوي او
په ګډه به د امن د ټېنګښت لپاره کار کوي.
د سمیع الله همدرد په نوم یو بل لاریونوال وايي، د دوی د ولسي لاریون
موخه دا ده چې افغان حکومت او وسلوال طالبان دایمې اوربند وکړي.
دی وايي، د دې حرکت په تنظیمولو کې هېچا ورسره مرسته نه ده کړې، دا
کاغذونه يې په خپلو پیسو چاپ کړي او د هلمند له کاروان سره توپیر دا دی
چې هغوی د خپلې سیمې راووتل او تر شماله ولاړل او موږ به د سویل ختیځ زون
څخه کابل په لوري ځو.
د مل وزیر په نوم یو قومي مشر هم وايي چې نور افغانان له جګړو ستړي شوي
او د دې بدمرغۍ دوام نه غواړي.
ده وویل، پهدې هېواد او پښتون مېشتو سیمو کې به د امن راوستلو لپاره په
یبلو پښو مزلونه کوي او د ژوند په بیه به هم د ولسونو دا روا غوښتنه د
جګړو ښکیلو خواوو ته رسوي.
د لاریون ګډونوالو ویل چې په دې هېواد کې د شته بدمرغیو او ستونزو له
لاملونو څخه اداري فساد، ظلم او خیانت دی چې دوی به يې پر وړاندې غږ
اوچتوي.
سوات میر خان وايي:
"دا خاینان دې په دې وطن کې ورک شي، په افغانستان کې دې ورک شي، ظلم او خیانت دې ورک شي، موږ دا غواړو."
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د هلمند د سولې د پیل شوي ولسي حرکت لسګونه غړي د ارزګان مرکز ترینکوټ ته رسیدلي دي.
د سولې د دغه حرکت په رسیدو د ارزګان سلګونه خلک ورسره یو ځای شول او ددې
کاروان د هرکلي تر څنګ يې له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه
وکړه.
نجیب الله الوخېل