د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د کابل رأیو له بیا شمېرنې هرکلی او ملاتړ اعلان شو


یو شمېر مدني فعالانو، د سیاسي ګوندونو استازو او د کابل ښار اوسېدونکو د شهرنو په پارک کې د یوې غونډې له لارې د انتخاباتي کمېسیونونو له‌خوا د رأیو شمېرنې په شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل له بایومټریک پرته رأیې باید باطلې اعلان شي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په دې غونډه کې د کابل رأیو د باطلېدو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پر پخوانۍ پرېکړې د انتقاد ترڅنګ د کابل رأیو د بیا شمېرنې بهیر له پیلېدو هرکلی وکړ.

دوی په دې اړه یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې د مدني فعال او د غونډې د یوه ګډونوال محمد الله کاکړ له‌خوا ولوستل شو چې په یوه برخه کې يي راغلي وو:

نمای از شهر کابل
نمای از شهر کابل

"د مشکوکو صندقونو د شمېرلو له بیا پیله جدي ملاتړ کوو، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نه باید د کابل د اوسیدونکو باور زیانمن کړي او د بیا باطلېدو په اړه دې د خلکو امنیت نه خرابوي، انتخاباتي کمېسیونونه په ملي موضوعاتو کې نه باید د خپلې خوښې چلند وکړي بالعکس د نتیجو ژر اعلان په انتخاباتو د خلکو باور لوړوي."

دوی ټينګار کاوه چې د ولسي جرګې د رأیو په شمېرنه کې شفافیت به خلک دې ته وهڅوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې هم ګډون وکړي.

دوی د دې تر څنګ په‌دې هم ټينګار وکړ چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم باید په دې برخه کې خپلې ستونزې حل کړي څو په راتلونکو انتخاباتو کې بیا خلک او دوی له ستونزو سره مخ نه شي.

دا غونډه له هغې یوه ورځ وروسته رابلل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوې اوونۍ له ځنډ وروسته يې د کابل د رأیو بیا شمېرنه پیل کړې ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون تېره اوونۍ د کابل ټولې رأيې باطلې اعلان کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا د شکایتونو د کمېسیون دا پرېکړه سیاسي او بې بنسټه وبلله.

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو یو شمېر استازي دا ځل ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید د کابل رأيې بیا باطلې اعلان نه کړي.

له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د شکایتونو د کمېسیون سره دې پرېکړې ته رسیدلي چې د کابل رأيې په سمه توګه وشمېري او حق حقدار ته ورسوي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:

" د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافیت د ټينګښت هڅه کوي څو حق حقدار ته وسپارل شي، له تورو رأیو څخه سپینې رأیې بیلې شي او د هم دې عدالت د ټینګښت په خاطر د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره هوکړې ته رسیدلي یو، تر اوسه دا بهیر روان دی تر څو وکولای شو چې د راتلونکي اوونۍ تر پایه د کابل نتیجې اعلان کړو."

ښاغلی ابراهیمي وايي، د کابل رايي تر اوسه له ۹۰ سلنې ډیرې شمیرل شوي او لا هم د څيړنې په حال کې دي.

له دې سره د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونه او سیاسي ګوندونه له انتخاباتي کمیسیونونو غواړي چې رایه شمیرنه دې د ملي او نړیوالو څارونکو په وړاندې تر سره شي تر څو په انتخاباتو د خلکو باور ډېر شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG