د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۹

ظریفه غفاري: لاهم د میدان ښار د ښاروالې په توګه دندې ته نه یم معرفي شوې


ظریفه غفاري چې پنځه میاشتې مخکې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار لپاره د ولسمشر له خوا د ښاروالۍ په توګه ټاکل شوې وايي تر اوسه هم رسماً دې دندې ته معرفې شوې نه‌ده.

نوموړي وايي، دې دندې ته د ازادې سیالۍ له لارې غوره شوې، خو په ولایتي سطحه د څو محدودو کسانو له‌خوا د یوې مېرمنې په توګه ورسره مخالفت کېږي او مرکزي اداره نه‌ده توانیدلې چې دا ستونزه حل کړي څو رسماً خپل کار پیل کړی شي.

بل‌خوا د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شا سقیم ازادي راډیو ته وویل، د ظریفه غفاري د معرفي کېدو په اړه د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې هغه ولايت ته مکتوب استولی چې بايد معرفي شي او په دې سربېره، اغلې غفاري اوس هم له دوی سره د يوې رسمي ښاروالې په توګه ثبت ده.

ښاغلي سیقیم زیاته کړه، سیمه کې ځيني نزاکتونه او څه ستونزې شته چې دا يې له امله رسماً د ولايتي ادارې له خوا هلته نه‌ده معرفي شوې، خو دوی ته د ولايت له خوا ډاډ ورکړل شوی چې هلته شته ستونزې به حل کړي.

له ظریفه غفاري سره اجمل اند مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، هغه کومې ستونزې دي چې د میدان ښار د ښاروالۍ په توګه یې د دې د معرفي کېدو مخه نیولې؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG