د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ډیفنس پُسټ: افغان ځواکونه د سخت دريځو پر شا تمبولو هلې ځلې کوي


  • ډیفنس پُسټ

ډیفنس پُسټ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د کابل په پغمان سیمه کې د بمي چاودنو په اړه ليکلي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ویلي د افغان امنيتي سرتيرو د موټرو کاروان تر عملياتو وروسته بيرته د ستنېدو په حال کې وو چې ورباندي حمله وشوه.

ورځپاڼې ليکلي چې د روان کال پر مهال د طالبانو او داعش ډلې په حملو کې افغان امنيتي سرتيرو ته ډېر تلفات اووښتي دي.

ډیفنس پُسټ: د روان کال پر مهال د طالبانو او داعش ډلې په حملو کې افغان امنيتي سرتيرو ته ډېر تلفات اووښتي دي.
ډیفنس پُسټ: د روان کال پر مهال د طالبانو او داعش ډلې په حملو کې افغان امنيتي سرتيرو ته ډېر تلفات اووښتي دي.

د ورځپاڼې په وينا درې کاله مخکې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د افغانستان د امنیت د تامين چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې او له هغه راهيسي دا ځواکونه د سخت دريځو پر شا تمبولو هلې ځلې کوي.

ډیفنس پُسټ: د روان کال پر مهال افغان امنيتي سرتيرو ته ډېر تلفات اووښتي دي.

ورځپاڼې ليکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په نومبر مياشت کې ویلي وو چې له ۲۰۱۵م کال راهيسي شا او خوا دېرش زره سرتيري او د پولیسو افسران وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا، دا شمېر د پخوا په پرتله چې تایيد شوی وو، ډېر دی.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې په اتريش کې د يوه افغان پناه غوښتونکي په اړه ليکلي چې پولیس ورپسې ګرځي.

د ورځپاڼې په وینا، دا هڅې وروسته له هغه پيل شوې چې په ستير ښار کې د دې پناه غوښتونکي د ملګرې نجلۍ مړی د دې د خوب په خونه کې وموندل شو.

ورځپاڼه ليکي، ويل کيږي چې اوولس کلن صابر اخندزاده خپله شپاړس کلنه اترشۍ ملګرې چې نوم یې ميشل ښودل شوی، ښایي د حسادت له کبله وژلې وي.

ډېلي مېل ورځپاڼې ليکلي، د ميشل کورنۍ ويلي چې د دوی د لور او صابر تر منځ ستونزې وې او دې هلک هڅه کوله چې پر ميشل د تګ راتګ بنديزونه ولګوي او ژوند یې محدود کړي.

ډېلي مېل: اخندزاده د پناه غوښتونکو په يوه کمپ کې ژوند کاوه او تر دې پيښې وروسته یې په اړه معلومات نشته.

ورځپاڼې د ستير ښار د پولیسو له قوله ليکلي چې ميشل په چاقو وهل شوې او مړه شوې ده.

ډېلي مېل ليکلي، اخندزاده د پناه غوښتونکو په يوه کمپ کې ژوند کاوه او تر دې پيښې وروسته یې په اړه معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG