د غزني اوسېدونکي او موټر لرونکي وايي، په تېره روژه کې وسلهوالو طالبانو د غزني ولایت پر اندړو ولسوالۍ وسلهوال برید وکړ او زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.
دوی وايي، له هغه وروسته وسلهوالو د غزني – پکتیکا لاره د غزني ولایت د ارزو او سلطان باغ سیمو ترمنځ د هر ډول ټرافیکو پرمخ وتړله چې لا هم بنده ده.
محمد اسماعیل او حاجي لال خان چې د غزني ـ پکتیکا پر لاین خپل موټرونه چلوي ازادي راډیو ته یې وویل:
"وسلهوال یواځې په کلیو او خامه لاره موټرونو ته د تګ اجازه ورکوي چې دوی ورسره له سختو مشکلاتو سر مخ دي، دغه ټوله خامه لاره کنډه کپر ده، په شګو او خاورو کې سفر کوي، خولې یې له خاورو ډکې وي او سخت تکلیفونه ورباندې تېریږي او همدارنګه کله چې له پکتیکا نه غزني ته خپل ناروغان وړو نو له خپل رنځه زیات کړیږي او کرایې هم زیاتې ورسره لوړې شوي دي."
د غزني محلي اداره هم دا مني چې له تېر نیم کال څخه د غزني – پکتیکا ترمنځ غځېدلې لاره چې د غزني یو شمېر ولسوالۍ هم له مرکز سره نښلولي د دولت مخالفینو د هر ډول ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي که څه هم چې د خلاصون په اړه یې څه و نه ویل ازادي راډیو ته وویل:
"طالبانو د خپلو ګټو په خاطر دغه لاره تړلې ده، تر څو وسایط له لویو لارو کښته کړي او تر خپل تسلط لاندې سیمو کې د مالیې په نوم پیسې ورڅخه واخلي."
که د غزني پکتیکا اوسېدونکي دغه قامي لار د خلاصون غوښتنه کوي، خو د غزني امنیه قوماندان جنرال داوود ترهخېل وايي، په اوس وخت کې یې د خلاصون نیت نه لري.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
"په درېیم وار به د دغه لارې د خلاصون په موخه ګام پورته کړو، موږ به لومړی په غزني کې امنیت ټینګوو، بیا به د کابل کندهار لاره خلاصوو او هلته به امنیت ټینګوو له هغه وروسته مو په درېیم ځل د دغې لارې د خلاصون نیت کړی دی."
بل لور ته بیا وسله وال طالبان د دوی د جنګیالیو له لوري د دغې لارې بندیدل نه مني.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی جنګیالیو یواځې د دولتي او نظامي کسانو په وړاندې دغه لاره تړلې ده، خو ولسي خلک ورباندې تګ راتګ کولی شي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر- غزني