د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۰

منظور پشتين اوس چېرته دی؟


د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې وايي چې چارواکو نن د دې غورځنګ مشر منظور پشتين نن په کوټه کې د ورکو شوېو خلکو له خپلوانو سره د کتنې اجازه ورنه‌کړه او نوموړی یې د کوټې له هوايي ډګره بېرته د کراچۍ هوايي ډګر ته واستاوه.

په‌داسې حال کې چې نن په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي، په بلوچستان ایالت کې د ورکو شوېو خلکو عزیزانو غوښتل چې په دې مناسبت یوه غونډه جوړه کړي.

محسن داوړ چې د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو څخه دی وايي، پشتين ته ويل شوي دي چې د پاکستان حکومت د درېیو میاشتو لپاره کوټې ته د ده پر تګ بنديز لګولی دی.

ملالۍ بشير په دې اړه له ښاغلي داوړ سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې منظور پشتين اوس چېرته دی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:46 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG