د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۱

ټايم مجله: په درې کې دوه برخه نجونې په افغانستان کې ښوونځي ته نه ځي


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز د افغانستان د فټبال فدراسیون د پنځو چارواکو له دندې ګوښه کېدو په اړه ليکلي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان لوی څارنوال وروسته له هغو راپورونو چې د افغانستان د ښځينه فټبال ټيم د غړیو د جنسي ځورونې په اړه یې ادعا کوله، د افغانستان د فټبال فدراسیون د ریس کرام الدين کرام په ګډون د یو شمېر کسانو دندې وځنډولې.

په دې اړه د افغان حکومت تحقيقات دوام لري.

کرام الدين کرام
کرام الدين کرام

د مقالې ليکوال ويلي چې د داسي نارینه وو پر وړاندي د جنسي ځورونې تورونه نوي نه دي چې د ښځو ټيمونه مدریت کوي.

نيويارک ټايمز: نارینه وو پر وړاندي د جنسي ځورونې تورونه نوي نه دي چې د ښځو ټيمونه مدریت کوي.

په مقاله کې راغلي چې په ۲۰۱۶م کال کې د افغانستان د ښځو د بايسکل چلوونکو ملي ټيم روزونکي د دې ټيم د امریکايي جوړونکې او یو شمېر نورو غړيو له خوا تورن شو چې د ټیم غړې يې د واده لپاره په تکراري توګه اړ ايستلې وې او وروسته یې طلاق ورکړی وو.

په مقاله کې لولو چې روزونکی له خپلې دندې ليري کړای شو خو هيڅ کله تر عدلي تعقيب لاندي نشو.

  • ټايم مجله

ټايم مجلې د ښځو د وضعيت په اړه يوه مفصله مقاله خپره کړې ده او د ښځو پر وړاندي ننګونې يې راپورته کړي دي.

د دې مقالې په يوه برخه کې راغلي چې په ټولو جګړه ځپلو ټولنو کې ښځې په نامتناسبه توګه ځوریږي او دا چې افغانستان له هغو هیوادونو دی چې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای ګڼل کیږي.

ټايم: افغانستان له هغو هیوادونو دی چې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای ګڼل کیږي.
ټايم: افغانستان له هغو هیوادونو دی چې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای ګڼل کیږي.

د مقالې ليکوال ويلي، د افغان حکومت پر هڅو سربېره له ۲۰۰۱م کال راهيسي د نجونو د زده کړو په برخه کې اټکل کيږي چې په درې کې دوه برخه نجونې په افغانستان کې ښوونځي ته نه ځي.

ټايم : په افغانستان کې له اویا تر اتيا فيصده نجونې په زوره واده ته اړ ايستل کيږي.

همداراز په مقاله کې راغلي چې له اویا تر اتيا فيصده نجونې په زوره واده ته اړ ايستل کيږي او په ډېری مواردو کې د مقالې د ليکوال په وينا، هغه هم تر دې مخکې چې شپاړس کلنۍ ته ورسیږي.

د دې تر څنګ، د ۲۰۰۸م کال د نړيوال بشري سروې ښيي چې شا او خوا نيوي فیصده افغان ښځې د زورزیاتي او کورني تاوتريخوالي سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG