د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د نړیوالو ورځپاڼو نننۍ ګڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د لوی درستیز جنرال ډانفورډ څرګندونې خپرې کړي دي.

ډانفورډ ویلي، د دې لپاره چې بیا له افغانستان څخه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په شان بریدونه ونه شي، امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا لوی درستیز له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د ترورېزم د مخنیوي لپاره ضروري دی او که نه، ترورېستي ډلې به له امریکا انتقام واخلي.

څو نورو ورځپاڼو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پخواني عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکریسټل د افشا شویو خبرو جزیات خپاره کړي دي.

د لوېدیځو ورځپاڼو پر اساس، پامپیو له متقاعد جنرال مکریسټل څخه پوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه څه وړاندیز لري، په ځواب کې هغه ورته وايي چې نور نه پوهېږي خو ښه دا ده چې لږ شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پرېښودل شي، ځکه چې که امریکا خپل پوځیان وباسي، القاعده به بیا افغانستان ته راشي.

څو نورو لوېدیځو ورځپاڼو د کوچني میسي یا مرتضي احمدي په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

کوچنی میسي د غزني د جاغوري ولسوالۍ د هغه ماشوم لقب دی چې د ارجنټاین د نامتو فوټبالر لیونل میسي کمیس یې له پلاسټیکي کڅوړې جوړ کړی و او عکس یې دوه کاله پخوا په انټرنټ کې بې شمېرو خلکو له یو بل سره شریک کړ.

د ډیلي میرر ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د اووه کلن مرتضي احمدي کورنۍ وايي چې پر جاغوري ولسوالۍ د طالبانو د تېرې میاشتې د حملې له کبله مجبور شوي چې کابل ته لاړ شي.

د ده مور ویلي چې په جاغوري کې یې ماشوم ښوونځي ته نه شو تللی او د شپې له لوري به یې خپل کور ته نېږدې د مشکوکو کسانو د پښو ترپ اورېده.

XS
SM
MD
LG