کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره ورځ له روسي چارواکو سره کتلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
ورځپاڼه لیکي چې په مسکو کې د امریکا له سفارته په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد له روسي چارواکو سره په خبرو کې په دې ټینګار کړی چې د حل سیاسي لاره او ښه راتلونکې یوازې د افغانستان د خلکو په پرېکړې پورې اړه لري، نه د نورو هېوادونو په طرحو پورې.
په مطلب کې دا هم راغلي چې خلیلزاد دا خبري د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې کړې دي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا او روسیه به د حل له یوې داسې سیاسي لارې ګټه وکړي چې د ترهګرۍ او د مخدره موادو ګواښونه راکم کړي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې طالبان له امریکایانو سره د بندیانو په خوشې کېدو هوکړې ته نېږدې شوي دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي، د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د دوی مرکچي پلاوی له امریکايي لوري سره د افغان دولت له زندانونو د زرګونو طالب زندانیانو د خوشې کېدو پر سر هوکړې ته نېږدې شوی دی.
دې سرچینې ویلي، د دغه کار موخه د سولې د ټینګښت لپاره د باور فضا رامنځته کول دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې افغان ځواکونو پرون سهار په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات او ۱۱ افغان عسکر یې ورنه ازاد کړل.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه عکسر چې د پولیسو او ملي اردو سرتېري دي، له تېر یو کال راهیسې د وسله والو طالبانو په بند کې وو.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپانه بیا په خپل یو مطلب کې لیکي، د انتخاباتي کمېسیونونو ورستیو دریځونو د انتخاباتو پروسه بې اعتباره کړې ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه پخواني چارواکي نور محمد نور د انتخاباتي کمېسیونونو تر منځ اختلافاتو او په دې پروسه کې د حکومت مداخلې ته په اشارې سره ویلي چې د کمېسیونونو کړنو د انتخاباتو ملي پروسه بې اعتباره کړې او د حکومت ځيني لوړ پوړي چارواکي د دوی په چارو کې مداخله کوي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه هم کمېسیون په خپلو چارو کې ناکام بولي او وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه نه شي کولای چې پارلماني او د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په سمه توګه مدیریت کړي.