د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په ارزګان کې تر درېیو کلونو وروسته ملکي هوايي الوتنې پیل شوې


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته تر درېیو کلونو وروسته یو ځل بیا ملکي الوتنې پیل شوې چې نن شنبه یې لومړی پروزا وکړ.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر محمد شاه حبیبي چې خپله یې دغه ولایت ته سفر کړی، وویل چې دغه الوتنې به له دې ورسته په نورمال شکل سره نظر د خلکو په تقاضا روانې وي.

له دې سره د ارزګان په هوايي ډګر کې د يوې پروژې چارې هم پیل شوې.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین د دولت له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو له دوی غوښتنه کوي چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره دې ورته ورغوي او په امن کې دې یې کړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG