د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۹

ولسي جرګه: حکومت دې اجازه نه ورکوي چې د کندز او غزني ناوړه وضعیت تکرار شي


شهر غزنی پس از حمله طالبان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د طالبانو له حملې وروسته د غزني ښار

د افغانستان ولسي جرګه له حکومت او په تېره له امنیتي او دفاعي ارګانونو غواړي چې د ولایتونو امنیت ته جدي پام وکړي.

د افغانستان ولسي جرګه د هېواد امنیتي ستونزو ته په کتو وايي، حکومت دې اجازه نه ورکوي چې د کندز او غزني ولایتونو ناوړه وضعیت بیا تکرار شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د شنبې په ورځ يې د جرګې مشري کوله، په ځینو ولایتونو کې یې د امنیتي ستونزو په اړه د ځینو وکیلانو د اندېښنو له څرګندونو وروسته له حکومت او په تېره له امنیتي او دفاعي ارګانونو وغوښتل چې دغې مسئلې ته جدي پام وکړي.

امیرخان یار
امیرخان یار

ده وویل:

"وکیل صاحبانو چې د فاریاب، د هرات ولایت شینډنډ او ځینو نورو ولایتونو پر ناامنیو اندېښنې وښودې، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هغو ولایتونو ته چې پخوا په امن کې وو او اوس د ناامنیو په لور روان دي، جدي پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازو خبرداری ورکړ چې که د دغه ولایت ناامنو ولسوالیو ته توجو ونه شي، خلک به یې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

دوی ادعا وکړه چې د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د وسله والو مخالفینو د امنیتي ګواښونو له امله خپلې سیمې پرې ایښي او د ولایت مرکز ته کډه شوي دي.

همداشان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر ناامنیو بحث وشو.

په دې وروستیو کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په لاس د یوې امنیتي پوستې د سقوط په پېښه کې د ملي اردو ځواکونو ته درانده تلفات واوښتل.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت ویلي چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ۱۴ عسکر وژل شوي او شل طالبانو له ځانونو سره اسیر کړي دي.

په وروستیو کلونو کې د غزني، کندزاو فراهولایتونه د وسله والو مخالفینو د بریدونو او د دوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان وو چې د راپورونو له مخې، په دغو ناامنیو کې ملکي او پوځي کسانو ته تلفات اوښتي وو.

خو اوس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پرضد د پراخو عملیاتو خبرې کوي او ډاډ ورکوي چې د هېواد امنیتی وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي:

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

"په وروستۍ یوه میاشت کې د کابل په ګډون عمومي امنیتي وضعیت ښه شوی او د فاریاب په ګډون څو ولایتونه د امنیتي ارګانونو د عملیاتو په سر کې دي، همداشان د پښتون کوټ او شینډنډ په اړه له مرکزه اړوندو قوماندانیو ته ځانګړې سپارښتنې شوي، فعالیت روان دی او ان شاالله وضعیت به ښه شي."

ښاغلي رحیمي دا هم وویل، په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ګراف ټیټ شوی دی.

ده ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو پرضد به د تهاجمي عملیاتو له تېزېدو سره تر درې څلورو میاشتو پورې د هېواد په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG