د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

په کورنیو چارو وزارت کې د حسنا جلیل پر ګمارنه نیوکې د څه شي له امله دي؟


د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ او پلان نوې معینه وايي چې د دې پر ګمارنه د انتقادونو علت دا دی چې ځیني کسان فکر کوي چې ښځې کار نه شي کولای.

حسنا جلیل د لیندۍ په ۱۴مه نېټه لومړنۍ ښځه شوه چې په افغانستان کې پر یوه خورا مهم امنیتي پوسټ، د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ او پلان د معینې په توګه په دنده وګمارل شوه.

دې ګمارنې په افغاني ټولنه کې سخت انتقادونه وپارول، ځکه د ځینو کسانو په نظر، هغه بې تجربې ده او په روان پېچلي امنیتي حالت کې د دې امنیتي ادارې په مشرتابه کې ډېره ګټوره نه ده.

دا ټاکنه حتی د ځینو ښځو لپاره هم په اسانه د منلو وړ نه ده.

په لندن کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ کارکوونکې ډیوې پتنګ د مېرمن جلیل د ټاکنې په اړه پر ټوېټر د یوې پوښتنې په ځواب کې ولیکل چې ولسمشر په حکومت کې د وړکتون مشري کوي.

د افغانستان یوه پخواني سفیر او سیاسي کارپوه عمر صمد پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي، د حسنا جلیل ټاکنه ښيي چې په سېسټم کې کوم څه ناسم دي.

مېرمن جلیل وايي چې د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د قانون د حاکمیت په وړاندې پر پرتو ستونزو ښه خبره ده، خو د کورنیو چارو وزارت د معینې په توګه له ټاکل کېدو وروسته له یوازنۍ ازموینې سره چې مخامخ ده، دا ده چې باید خلک یې ومني.

هغې له ازادي راډیو سره په ټيليفوني مرکه کې وویل:

"د دوی انتقاد دا دی چې وايي، زه کم عمره یم او بله ستونزه یې دا ده چې وايي، ولې دې پوسټ ته د ادارې او مدیریت پرځای پوځي کس نه دی راغلی، خو که د دې پوسټ کاري برخو ته کتنه وکړو، وینو چې اداري او پوځي برخې دواړه پکې شته او ډېری ساحې یې ملکي دي، خو دا چې د دې پوسټ وړتیا لرم او که نه، تر ډېره پوځي او جنګي نه، بلکې د مدیریت خبره ده."

۲۶ کلنه حسنا په کابل کې زېږېدلې، خو په غزني کې لویه شوې.

هغې خپله ماسټري د بزنس او ادارې په برخه کې د افغانستان له امریکايي پوهنتونه ترلاسه کړې او وروسته یې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالېسۍ په څانګه کې کار کړی.

حسنا جلیل وايي، پر دې دندې له تقرر سره یې ټولې هیلې رښتیا شوې.

نوموړې وايي، خلک ځکه انتقاد پرې کوي چې ښځه ده او د دوی په نظر، ښځې کار نشي کولای، خو د دې په وینا، دا خنډونه عادي دي، ځکه چې افغانستان د بدلون په حال کې دی.

د کورنیو چارو وزارت نوې مرستیاله وايي، دا ستونزې د ګډ کار په نتیجه کې د حل کېدو وړ دي.

دا وایي:

"دا مسؤلیت اصلاً دروند او خورا مهم او کلیدي دی، د کورنیو چارو وزارت هم د افغانستان مهم او کلیدي وزارت دی، په هره اندازه چې د یوې موضوع اهمیت زیاتېږي، په همغه اندازه یې په مخکې زیاتې ستونزې را ولاړېږي، خو زه ویلای شم چې کولای شو چې یو بل ته مټ ورکړو او دا ستونزې له مخې تر ډېره لېرې کړو."

افغان ولسمشر اشرف غني له خپلې دې ژمنې سره سم چې ویلي یې وو، ښځو او ځوانانو ته به په حکومت کې پراخه ونډه ورکړي، درې مېرمنې د وزیرانو، ۱۱ د معینانو او پنځه ښځې یې په بهر کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ګمارلي دي.

۲۳ کلنه ډیوه صمد لومړۍ ځوانه نجلۍ وه چې په اکتوبر میاشت کې د روغتیا وزارت د معینې په توګه په دنده وګمارل شوه.

XS
SM
MD
LG