د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۲

حوثي یاغیان د حدیدې بندر د یمن د حکومت په واک کې نه ورکوي


د حدیدې بندر

د یمن حوثي یاغیانو د دې هېواد د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویډن کې د روانو خبرو په لړ کې حکومت ته د حدیده مهم بندر سپارل رد کړي دي.

د یمن د حوثي یاغیانو یوه مشر د دې هېواد د سولې په لومړنیو خبرو کې چې په سویډن کې پیل شوي دي ، د یمن حکومت ته د حدیده بندر سپارل رد کړي دي.

عبد المالک العجزي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، حکومت ته د حدیدې بندر د سپارلو موضوع د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې شامله نه ده .

د یمن حدیده بندر چې د خوراکي موادو او بشري مرستو نوي په سلو کې له همدې لارې یمن ته داخلېږي، د ایران له ملاتړه برخمن د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ نړیوال ائتلاف چې د یمن د ولسمشر عبد ربو منصور هادي له حکومته ملاتړ کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له حوثیانو څخه د حدیدې بندر د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د حدیدې جګړې د دې بندري ښار د ۱۵۰ زرو اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه چې د دواړو خواو په بریدونو کې بند پاتې دي، د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

سعودي عربستان وايي، شیعه حوثي وسله وال د حدیدې بندر له لارې له ایرانه وسلې ترلاسه کوي او د صنعا نړیوال هوايي ډګر يې هم د ملکي پروازونو پر مخ تړلی دی.

ایران بیا دا ردوي چې ګواکې دا هېواد حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.

د سویډن په خبرو کې حوثیانو د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د بیا پرانيستلو په اړه د یمن د حکومت غوښتنه هم رد کړه.

د یمن د پایتخت صنعا نړیوال هوايي ډګر په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې وتړل شو چې حوثیانو پایتخت او د دې هېواد یو شمېر مهمې بندري سیمې لاندې کړې.

ملګري ملتونه وايي، د یمن جګړې چې په دې هېواد کې تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځته کړی دی، دا مهال ۱۴ میليونه یمنیان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG