د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۴۵

روسیه په ونزوئلا کې له ۶ میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کوي


ونزوئلا

د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو اعلان کړی چې روسیه د ده په بحران ځپلي هېواد کې د تیلو او کانونو په برخو کې له ۶ میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کوي.

مادورو دا اعلان پرون له روسي چارواکو او پانګه‌والو سره له دوه ورځنیو خبرو وروسته په مسکو کې وکړ.

ونزوئلا چې د تیلو پراخې زېرمې لري له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د کیڼ پلوي رهبر هوګو چاویز او د هغه له مړینې وروسته د مادورو د واکمنۍ پرمهال له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ ده.

مادورو پر خپله ټویټرپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا تړونونه د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د تیلو په سکتور او د څه باندې یو میلیارد ډالر په ارزښت د کانونو او په تېره د سرو زرو د زیرمو د استخراج په برخو کې شوي دي.

د ونزوئلا ولسمشر ویلي چې له روسیې سره په دې تړونونو کې همدا راز د غنمو پیرودل او دې هېواد ته د وسلو د متخصصانو استول شامل دي.

روسیې د دې تړونونو د لاسلیک په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې د دوه اړخیزې موافقې له مخې د روسیې پوځي الوتکې به په ونزوئلا کې درېږي او کشتۍ به یې د دې هېواد په بندرونو کې توقف کوي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ له مادورو سره وکتل او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG