د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۷

سرور دانش: افغان ځوانان باید د سولې په مسئله کې زیات رول ولري


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغان ځوانان د جګړې اصلي قربانیان دي او باید د سولې په مسئله کې زیات نقش ولري.

سروردانش د ځوانانو د پارلمان د درېیم کال د پرانېستې په مراسمو کې په کابل کې وویل چې تمه ده چې دغه ځوانان د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې قوي او مدبرانه رول ولوبوي.

ښاغلی دانش د ځوانانو فعالیتونه د پام وړ بولي او وايي، د ټولنې دا قشر چې د افغانستان د نفوس زیاته برخه جوړوي، باید په لویو مسایلو په ځانګړي ډول په سوله کې مهم رول ولري.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"ځوانان هماغسې چې په جګړه کې يې زیاته قربانی ورکړي په سوله کې هم باید زیات رول ولري، ځکه سوله د هېواد راتلونکی او د ځوانانو سرنوشت جوړوي، ځوانان چې د یوه هېواد اکثریت نفوس جوړوي موږ باید د جګړې او سولې په برخه کې د دوی نظریات، لیدلوری او همدا شان اندېښنې په پام کې ونیسو، له تاسو غواړم چې په خپلو غونډو کې په‌دې اړه خپل وړاندیزونه په رسمي ډول له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړئ."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو په افغانستان کې له وسله‌والو مخالفینو د سولې د خبرو اترو د پېلیدو په اړه هلې ځلې تېزې شوي دي.

د افغان حکومت ترڅنګ امریکا هم د افغان سولې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرونکي هېواد په توګه هڅې تېزې کړي دي.

له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې ښځې او ځوانان به په‌دې پروسه کې نقش ولري.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش دا خبرې د ځوانانو پارلمان غړو ته د دغه پارلمان د درېیم کال د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.

د ځوانان پارلمان په ۱۳۹۵ لمریز کال کې جوړ شو او له دې وړاندې يې دوه ځله دغه ډول ناستې ترسره کړي دي.

د ځوانانو له لوري د قانون د حاکمیت په اړه تمرین او د بېلابېلو مسایلو په اړه غوښتنې او نظرونه د دغه پارلمان عمومي اهدف یاد شوي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار چې د دغه پارلمان د درېیم کال د پرانېستې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، وویل چې ځوانان باید په راتلونکو انتخاباتو کې رغونکی رول ولري.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

په ورته وخت کې د ځوانانو رونیز پارلمان مشره خالده خلوت وایي، حکومت باید په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګمارنې ته پاملرنه وکړي.

نوموړې له ځوانانو سره د حکومت له‌خوا د شوېو ژمنو نه پلي کولو په اړه هم نیوکه وکړه.

اغلې خلوت زیاته کړه:

"له ښاغلي ولسمشره غواړو چې په دولت کې د ځوانانو د ونډې په برخه کې دې شوېو ژمنو په اړه مکرراً قطعي امر وکړي، په ادارو کې د ځوانانو ګمارنې په تېره بیا د ښځو ونډې له امله د مننې تر څڼګ له ولسمشر مو غوښتنه دا ده چې د ځوانانو اړونده چارو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي."

اغلې خلوت دا هم وویل، تردې دمه د دوی له لوري جوړې شوې طرحې او وړاندیزونه د افغانستان یو شمېر ادارو او وزارتونو ته لېږل شوي دي.

د هغې په خبره، ځوانان او د ځوانانو روزنیز پارلمان د قانون حاکمیت او د وړتیا په اساس له ګمارنو ملاتړ کوي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG