د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د ملي یووالي حکومت مشرانو نن په کابل کې له زلمي خلیلزاد سره وکتل


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو نن په کابل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره وکتل.

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن پنجشنبه د ډسمبر۶مه، د ازادي راډیو ته وویل چې خلیلزاد په‌دې کتنه کې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

زلمی خلیل‌زاد به سبا په مسکو کې وي او د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې به د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف نن د روسیې دولتي خبري اژانس ایتر تاس ته وویل: اساسي موضوع به د ملي روغې جوړېدو پروسې مخته کول وي.

کابلوف د تاس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت مخامخ خبرې د جوړجاړي د ملي پروسې اساسي ټکی دی او له دې پرته داسې ملي پروسه ممکنه نه ده.

زلمي خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستان، افغانستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو ته د سفر اعلان وکړ.

هغه پرون او وړمه ورځ په پاکستان کې و او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو یې د هغه هېواد له رهبرانو سره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG