د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړې


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو، انتخاباتي سرغړونو او جرایمو له څېړلو وروسته د کابل حوزې رأیې باطلې اعلان کړې او په ټینګار يې وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې له قانون سره سم په دغه ولایت کې له سره انتخابات وکړي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل انتخاباتي حوزې په اړه یې نېږدې درې زره انتخاباتي شکایتونه، تخلفات او انتخاباتي جرایم څېړلي دي.

نوموړی زیاتوي دغه پریکړه یې د مستندو اسنادو او د حقوقي او قانوني بنسټ پر اساس کړې ده.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"د انتخاباتو قانون د دوهمې او پنځمې مادې د دوهم بند د احکامو د پلي کېدو په منظور، د انتخاباتو قانون ۹۴مې مادې د پنځمې فقرې پر اساس او د اسنادو، مدارکو او دلایلو په پام کې نیولو سره او د یادو دلایلو له مستند کېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د کابل انتخاباتي حوزې انتخابات باطل دي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې دغه پریکړه یې د بېلابېلو دلایلو په ځانکړي ډول د پراخې انتخاباتي درغلۍ او درنو انتخاباتي جرایمو د ترسره کېدو له امله کړې ده.

علي رضا روحاني وايي چې همدا شان د شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو د کمېسیون د درالانشان رئیس احمد شاه زمان، د کابل ولایت د انتخاباتو کمېسیون پخوانی رئیس اول الرحمن رودوال، د دغه کمېسیون د ساحوي عملیاتي دفتر رئیس زمری قلمیار او مرستیال یې عبدالعزیز صمیم او د دغه کمېسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس سید ابراهیم سادات له دندو لېرې کړي او د دوسیو له څېړلو وروسته به يې پایلې هم له خلکو سره شریکي شي.

دغه کمېسیون وايي چې پریکړه یې وروستۍ او د بدلون وړ نه‌ده.

ښاغلی روحاني وايي چې د کابل په انتخاباتي حوزه کې جدي ستونزې وې چې د انتخاباتو عمومي والی او عادلانه توب ته یې زیان رسولی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي، ډېر احتمال شته چې د فراه، میدان وردګو، او یو شمېر نورو ولایتونو انتخابات هم لغوه اعلان شي چې په اړه به یې وروسته پریکړه وشي.

کابل ولایت په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري چې د میزان ۲۸مې انتخاباتو لپاره ۸۰۴ تنو ځانونو کاندید کړي وو.

له بلې خوا د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې دواړه کمېسیونونه په خپلو کارونو کې خپلواک دي او پریکړو ته یې احترام لري.

په همدې حال کې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پریکړه غیر عادلانه او د نه منلو وړ ده ځکه د سرچینې په وینا بحران زیږوي.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست ازادي راډیو ته ویلي و چې د ورځې په اوږدو کې به کمېسیون په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

میرزا محمد حق‌پرست
میرزا محمد حق‌پرست

نوموړي زیاته کړه:

"تراوسه په‌دې اړه د کمېسیون موقف رسمي نه‌دی روښانه، یو څو دقیقې وروسته به په‌دې اړه غونډه دایره شي او په‌دې اړه به وضاحت ورکړل شي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه او ۲۹ مه ترسره شول چې د ګډوډۍ او د کمزوري مدیریت په اړه یې زیات شکایتونو موجود وو.

د انتخاباتو قانون په اساس په هغه حوزه کې چې انتخابات باطل اعلانېږي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د اوو ورځو په جریان کې په همغه حوزه کې انتخابات ترسره کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG