د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

افغانستان کې په لومړي ځل د ماشومانو د ملاتړ دولتي مرکز پرانېستل شو


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو چارو وزارت له‌خوا د ماشومانو د ساتنې او له دوی څخه د ملاتړ لومړنی مرکز پرانېستل شو.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه جوړو شوېو مراسمو ته وویل چې اړینه وه د بېلابېلو لاملونو له امله متضررو ماشومانو ته داسې یو مرکز موجود وي چې دولتي ملاتړ ولري.

فیض‌الله ذکي
فیض‌الله ذکي

ښاغلي ذکي زیاته کړه:

"د دغه مرکز د پرانېستلو هدف دا دی، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه لېرې پاتې کېږي، یا هم له کوره تښتي، هغه ماشومان چې پر وړاندې یې تاوتریخوالی کېږي او له قانونه سرغړونکي ماشومان چې له همدې دلایلو له امله زیانمن کېږي، باید داسې یو مرکز ورته واوسي چې د دولت د ملاتړ ورسره اوسي، خپل نورمال ژوند ته راوګرځي او بالاخره خپلې کورنۍ سره بېرته وصل شي."

دغه مرکز په کابل پوهنتون کې د ځوانانو د هغې ډلې په همکارۍ جوړ شوې چې د ماشومانو د ملاتړ او روزنې په برخه کې یې زده‌کړې کړي.

‌د ماشومانو د ملاتړ او محافظت په مرکز کې به په مؤقت ډول یعنې له یوې اوونۍ تر لس ورځو پورې ماشومان د دې لپاره ساتل کېږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په‌دغه موده کې ماشوم د خپلې کورنۍ سره عادي کولو ته چمتو شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل چې دغه مرکز به د ۱۵۰ ماشومانو د ساتلو ظرفیت ولري.

د ښاغلي ذکي په خبره راتلونکي ۱۳۹۸لمریز کال کې به د افغانستان په اوو زونونو کې د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت اته نور د ماشومانو د ملاتړ او ساتنې دولتي مرکزونه هم جوړ شي چې دغه شمېر مرکزونو جوړولو لپاره یې ملي شورا ته د تصویب لپاره د بودجې وړاندیز هم کړی.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د ملاتړ او محافظت ۳۰ مرکزونه شته چې ۲۴ یې په کابل او پاتې نور په ولایتونو کې دي، دغه شان ۱۵ مرکزونه ۲۴ ساعته او ۱۵ نور ۱۲ ساعته دي، خو دا ټول خصوصي مرکزونه دي.

له افغان ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې سېف دې چلډرن مخکې تر دې ویلي چې په دغه هېواد کې ۳،۷ میلیونه ماشومانو له زده‌کړو بې برخه دي، ۲،۱ میلیونه درانه کارونه کوي او په ټوله کې ۶ میلیونه ماشومانو له ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې د اسرا په نوم د افغان بې سرپرسته ماشومانو روزنتون مشر مجیب لحاظ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دې اقدامه هرکلی وکړ، خو وایي، دولت باید د افغان ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره اساسي کارونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې د مرکزونو جوړول بسنه نه کوي، اساسي کار افغان ماشومانو لپاره عامه پوهاوی، ښوونځي ته تګ، له مور او پلار سره یې سلا مشورې او له ښوونکو سره د ښه ژوند او ښه رفتار لپاره پوهول دي."

ښاغلي لحاظ دا هم وویل چې دولت دې ماشومانو ته د دا شان مرکزونو د جوړولو تر څنګ په‌دغه مرکزونو کې له ماشومانو سره چلند، د روزنې د ظرفیت لوړولو او ښه امکاناتو مسئلې ته هم پام وکړي.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG