د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۵۷

ناټو: څو چې افغانستان سولې ته رسېږي، ښایي ناامني لا زیاته شي


د ناټو سرمنشي وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه موافقه ترلاسه کېږي، ښایي په‌دې هېواد کې ناامني لا زیاته شي.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان امنیتي وضعیت ته دغه اندیښنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه.

نوموړي وویل:

"اوس چې موږ په ریښتني ډول د سولې د پروسې د مخ ته وړلو هڅه کوو، په نورو جګړو کې مو لیدلي چې ځیني وختونه شخړې زیاتې شوي او هغه هم ځکه چې بېلابېل لوري هڅه کوي چې د امکان ترحده په یوه ښه دریځ د خبرو اترو د مېز تر شا کښیني. ښایي وضعیت په افغانستان کې ترښه کېدو مخکې لا یو څه خراب شي."

په بروکسل کې پرون په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو وار بیا په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات د ټینګیښت لپاره خپله ژمنه تازه کړه.

XS
SM
MD
LG