د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د کابل ولایت رأیې باطلې اعلان شوې


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې.

د دې کمېسیون غړیو دغه اعلان نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړ او ویې ویل چې د دغو انتخاباتو په اړه د ور رسېدلو په سلګونو شکایتونو پر اساس یې دغه پریکړه کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې تر اوسه یې د شاوخوا شلو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې وې او د کابل یې هم په دوه درې ورځو کې اعلانولې، تر اوسه د شکایتونو د کمېسیون د دغې پریکړې په وړاندې عکس العمل نه‌دی ښکاره کړی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:12 0:00
مستقیم لېنک

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د پریکړې له مخې په کابل کې باید د ولسي جرګې لپاره له سره انتخابات وشي.

تر دې مخکې په غزني ولایت کې هم دغه انتخابات نه‌دي شوي.

XS
SM
MD
LG