د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۵

امریکايي سناتورانو د خاشقجي په اړه یو پریکړه لیک وړاندې کړی


د امریکایي جمهوري غوښتونکو او ډموکراتو سناتورانو یوې ډلې یو پریکړه لیک وړاندې کړی چې د سعوي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې په لاس لرلو تورنوي.

دغه پریکړه لیک چې سمبولیکه بڼه لري پرون وروسته له هغې وړاندې شو چې یو شمېر سناتورانو د خاشقجي د وژلو د پېښې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د چلند په اړه په ښکاره خپله نارضایي څرګنده کړه.

خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره همکار و، څه باندې دوه میاشتې مخکې د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

نوموړی د سعودي د رژیم یو وتلی منتقد و.

جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام «Lindsey Graham» چې د ټرمپ نېژدې متحد دی او ډموکرات سناتورې ډیان فینسټین «Dianne Feinstein» د دغه پریکړه لیک ملاتړ وکړ.

په پریکړه‌لیک کې ویل شوي چې سنا جرګه په دې بیخي باور لري چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دغه قتل کې لاس درلود.

سپینې ماڼۍ چې له ریاض سره یې اړیکې لا نژدې کړي، هڅه کړې چې په‌دې پېښه کې د سعودي د ولیعهد لاس لرل کم اهمیته وښیي.

XS
SM
MD
LG