د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۰

د غزني دیني عالمان: د افغانۍ پرځای کالداره چلول، د شرعې خلاف عمل دی


د غزني یوتن اوسیدونکی د افغانۍ پر ارزښت د ازادي راډیو د خبریال حبیب الرحمن تأثیر پوښتنې ځوابوي

په غزني کې دیني عالمان په دغه ولایت او بیا په ټول هېواد کې د افغانیو پرځای د پاکستاني کالدارو چلول غیر شرعي عمل او ګناه ګڼي.

دوی وايي، خلک دې له دې کاره لاس واخلي، ترڅو د خپل هېواد افغانۍ په راکړه ورکړه کې مروج او اقتصاد یې پیاوړی شي.

په غزني کې د علماوو شورا رئیس مولوي محمداسماعیل روحاني ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستانۍ کالدارې کارول یو ډول بغاوت او خیانت دی، نو له دې عمله غیر شرعي عمل ګڼل کېږي."

د غزني ښار
د غزني ښار

بل لور ته بیا د غزني د حج او اوقافو رئیس مولوي محب الله صابر وايي، هڅې یې کړي دي چې د تبلیغاتو له لارې خلکو ته د پردیو پیسو پر ځای د افغانۍ کارولو ذهنیت ورکړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"ملا امامانو ته مو سپارښتنه کړې چې په جوماتونو کې د ممبر او خطبو له لارې پر غزني مېشتو غږ وکړي، څو د کالدارې له چلولو څخه لاس واخلي."

که په غزني کې د حج او اوقافو رئيس مولوی محب الله د پاکستانۍ کالدارې چلول غیر شرعي عمل نه بولي او بندول یې اړین ګڼي، خو دیني عالم عبدالباري حقاني بیا وايي، د امیر له امره هره سرغړونه د شرعې خلاف عمل دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانۍ پر ځای د کالدارې چلول د شرعې خلاف عمل، د امیر له امره بغاوت او د افغانستان له اساسي قانونه سرغړونه ده، ولسمشر د کالدارې د چلولو امر نه ورکوي، نو د امیر امر واجب او له واجبو سړونه بغاوت دی."

د غزني دیني عالمان دا هم وايي په ورځني راکړه- ورکړه کې دوکانداران د افغانۍ ترڅنګ د کالدارو چلول او د صرافانو له ورځني نرخ څخه پرته د پلور او پېر پر وخت مشتري ته پیسې په خپله خوښه تبادله کول هم هغه عمل دی چې کمی زیاتی په کې کېږي چې دا هم خلاف عمل دی.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر- غزني

XS
SM
MD
LG