د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۱

ملي شورا: پاکستان بیا هم د افغانستان په سوله کې ریښتیې همکاري نه کوي


د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونو وايي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره لازمه همکاري نه‌کوي او په کار ده چې امریکا پر دغه هېواد خپل فشارونه زیات کړي.

دا کمېسیونونه په‌دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رېښتینې همکاري نه کوي او دوه مخې لوبه مخته وړي.

  • د پاکستان په وړاندې د ولسي جرګې غبرګون

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په همکارۍ افغانستان ته سوله نه راځي.

د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني
د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني

نوموړی وايي:

"باور مې دا دی چې پاکستانیان د افغانستان په قضیه کې صداقت نه‌لري او تل دوه مخې سیاست لوبوي، د نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا ته یې وعدې ورکړي، خو د وعدو خلاف یې عمل کړی، هغه هېواد د افغانستان په قضیه کې رېښتینی نه‌دی، باور مې دا دی چې د پاکستان له لوري دلته سوله نه‌شي راتلای."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په اسلام‌اباد کې وکتل.

تر دغه کتنې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د عمران دریځ ډېر سوړ و.

پاکستان په سولې کې رېښتینې همکاري نه‌کوي او ۲مخې لوبه مخته وړي.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ویلي، له خلیل‌زاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه‌کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.

خلیل‌زاد له شاه محمود قریشي سره هم ولیدل
خلیل‌زاد له شاه محمود قریشي سره هم ولیدل

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په وینا بیا قریشي خلیل‌زاد ته ډاد ورکړی چې اسلام اباد به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په موضوع کې پوره همکاري وکړي.

دغه راز ویل شوي چې په پرونیو خبرو کې د پاکستان صدراعظم ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیک په اړه هم بحث شوی، په کوم کې چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې په مسئله له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

زلمی خلیل‌زاد په ‌داسې وخت کې له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د طالبانو د قطر د دفتر یو څلور کسیزه پلاوی هم اسلام‌اباد ته تللی دی.

خو ازادي راډیو ته د طالبانو یوې سرچینې وویل چې پینځه طالب مشران شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، دین محمد حنیف، سهیل شاهین او عبد السلام مدني د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د سلامشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.

د طالبانو دې سرچینې وویل چې د طالبانو رهبري شورا چې د کوټې په شورا هم یادېږي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي دي.

  • د پاکستان په وړاندې د مشرانو جرګې غبرګون

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی سید صفی‌الله هاشمی هم وايي، پاکستان له افغانستان او امریکا سره دوه مخې لوبه کوي او د همکارۍ په ژمنې یې هم باور نه‌دی پکار.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"اندېښنه ده چې پاکستان بیا دوه مخې لوبه کوي، تر کومه چې په څرګند ډول یو شین څراغ ونه ښودل شي او د پام وړ نتایج تر لاسه نه‌شي د پاکستان په خبرو اعبار نشته."

د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو غړي ټینګار کوي چې امریکا باید د افغانستان د سولې په برخه کې پاکستان رېښتینې همکارۍ ته اړ او فشارونه پرې زیات کړي، ځکه د دوی په وینا هغه هېواد پر طالبانو نفوذ لري او په‌دې برخه د پام همکاري کولی شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوخ ویاند اصف غفور وايي، پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په مسئله کې مبالغه کېږي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG