د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۴

بلخي: هڅه کوو څو بې‌ځايه شوېو کډوالو ته سرپناه برابره کړو


سید حسین عالمي بلخي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، هڅې روانې دي، داخلي بې‌ځايه شوېو او راستنېدونکو افغانانو د سرپناه امکانات برابر شي.

سيد حسين عالمي بلخي پرون ازادي راډيو ته وويل، د ځينو ادارو په مرسته راستنو شوېو او بې‌ځايه شوېو ته مسلکونه هم ورښوول کېږي.

نوموړی وايي:

"موږ هڅه کوو دوى ته د سرپناه او کار زمينه برابره کړو. د کار او ټولنيزو چارو وزارت دوى ته د افغانستان د کار د شرايطو پر اساس روزنه ورکوي. په هغو کسانو کې چې روزل کېږي په سلو کې ٤٠ يې کډوال او راستانه شوي دي."

ښاغلى بلخي وايي، حکومت دغو راستنو شوېو او بې‌ځايه شوېو ته د ٣٠٥ نمبر فرمان پر اساس دغه امکانات برابروي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چې سږ کال تر ۷ لکه زیات افغانان، په ځانګړي ډول له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کې ٦٧٢٠ کسان بې ځايه شوي دي.

XS
SM
MD
LG