د ناټو پوځي تړون د افغانستان د اوږدمهالې سولې او ثبات تر څنګ د سولې د هغې پروسې پر ملاتړ ټينګار وکړ چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت وي.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران چې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره په پروکسل کې سره جرګه شوي وو، پرون يې د خپلې غونډې په وروستۍ ورځ په يوه اعلاميه کې دا خبره وکړه.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په عين حال کې له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي او د مذاکرو مېز ته کښېني.
د افغانستان د سولې عالي شورا د ناټو له دې غوښتنې سره خپل غږ ملګرى کوي، خو ټينګار يې دا دى چې د افغانستان د سولې او پخلاينې په مسئله کې د همکارو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان صادقانه همکاري مهمه ده.
د دې شورا وياند سيد احسان طاهري پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"موږ ته مهمه ده چې د سولې د پروسې ملاتړي او مرستندوى هېوادونه مو، له موږ سره هماهنګ جدي ګامونه پورته کړي. ترڅو وکړاى شو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرې وکړو. له شک پرته تر اوسه د پاکستان موضوع مشکوکه ده، ځکه پاکستان تل له موږ سره د مرستې ژمنه کړې خو تراوسه يې عملي ګامونه نه دي اوچت کړي."
وسلهوال طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نهدي حاضر شوي او ټينګار يې کړى چې د امريکا له متحدو ايالتونو سره مستقيمې مذاکرې غواړي.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د درېيم وار لپاره د افغانستان او د سيمې د څو هېوادونو په سفر وتلى دى.
ښاغلي خليلزاد پرون چهارشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ليکلي:
له خلیلزاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کوي.
ښاغلي خليلزاد په تېرو دوو سفرونو کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي وو او د دوهم سفر پر مهال يې ويلي چې هيله من دى تر راتلونکې اپرېل مياشتې له طالبانو سره د سولې پر يوه موافقه سلا وشي.
بلخوا د طالبانو د قطر د دفتر يو هيئت د سولې پر پروسې د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللى دى.