د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کالدارو پر ضد لاریون ترسره شو.
سلګونه ځوانان چې د لښکرګاه په یوه امن سیمه کې راټول شوي وو، د پاکستانیو کالدارو د بندېدلو غوښتنه یې وکړه او وطنوال يې د افغاني توکو پېر او پلور ته راوبلل.
دوی د ځان سره ځینې لیکلي پیغامونه لېږدول. پر اکثرو يې د پاکستاني کالدارو پرضد جملې لیکل شوې وې، خو د دې لیکل شویو شعارونو نه یو شمېر يې د وطني تولیداتو نه د ښې استفادې او رواجولو اړوند وې.
بشپړ راپور یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: