د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۹

د ښځو شبکه: د کورنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه د ښځو ټاکنه هیله بخښونکې ده


حسنا جلیل

د افغان ښځو شبکه وايي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه د یوې مېرمنې ټاکل کېدو اړوند غبرګونونه ځکه راپارېدلي چې خلکو د رهبرۍ په کچه کمې ښځې لیدلي دي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د حسنا جلیل مقرری په ټولنیزو رسنیو کې ځیني غبرګونونه راوپارول د افغان ښځو شبکه دا کار د خلکو د کمې تجربې له کبله ګڼي.

د یادې شبکې د رهبری شورا غړي قدسیي رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی په ښځو د حکومت له باوره منندوې دي، خو پر وړاندې يې د خلکو چلند ځورولي دي.

نوموړې وايي:

"که څه هم د مېرمنو د مقرری پروسه ډېره ورو پر مخ ځي، خو د افغانستان غونډې ټولنه کې دې ته هم غبرګونونه وي، دوی چې یا د رهبرۍ په کچه میرمنې نه‌دي لیدلي او یا يې بیخې کمې لیدلي ورته جالبه ده او په ټولنیزو رسنیو کې ورته د بیخي جالب خبر په توګه غبرګونونه ښکاره کوي، خو په ټوله کې دا یوه عادي پروسه ده او د وخت په تیرېدو سره باید مېرمنې په دندو وټاکل شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کورنیو چارو د پالیسۍ د مرستیالې په توګه یوه مېرمن معرفي شوه.

د حسنا جلیل له ټاکل کیدو سره په ټولنیزو رسنیو کې د هغې د جنسیت، عمر او نوي دندې په اړه پراخ غبرګونونه را وپارېدل، خو ځينو نورو بیا لیکلي اغلې جلیل ته تر هغې وخت ورکړی چې خپله وړتیا وښايي.

حسنا جلیل هم له مقررېدو وروسته ویلي، انتقادونو نه‌ده ویرولې بلکې لېواله ده چې په نوي دنده کې تر نارینه وو ښه وځلېږي.

د افغان ښځو شبکې د معلوماتو پر بنسټ د حسنا جلیل له ټاکل کېدو سره په افغانستان کې د ښځينه مرستیالانو شمېر لسو ته لوړ شو او پنځه نورې بیا د وزیرانو په توګه دنده اجرا کوي.

دې کار د مشرانو جرګې د ښځو د چارو کمېسیون ځينې غړي له احتیاط سره خوشحاله کړي وايي، په مقرریو کې باید یوازې جنسیت ته نه بلکې وړتیا او تجربې ته هم وکتل شي.

له ډلې یي شفیقې نوروزخېل ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې اوس ښځو ته په لوړ بستونو کې د کار زمینه برابره شوې، زه ورته ډېره خوشبینه یم خو هیله منه یم چې په دې بستونو کې که هر څوک مقررېږي باید د وړتیاوو پر اساس وټاکل شي او کار د کار خلکو ته وسپارل شي."

اغلي نوروزخېل په دې اړه چې ایا نوي مرستیاله حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت دغه بست ته وړ ده کنه؟ د هو یا نه څه نه وايي خو وايي دا چې د حکومت مشرانو پرې باور کړی باید خلک يې کار ته منتظر شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG