د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د جورج اېچ ډبلیو بوش وروستي مراسم نن په واشنګټن کې ترسره کېږي


د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش وروستي مراسم نن په واشنګټن کې ترسره کېږي.

د جورج بوش پلار چې د امریکا ۴۱م ولسمشر و، د جمعې په ورځ د ۹۴ کلنۍ په عمر ومړ.

د پایتخت واشنګټن زیاترې برخې نن د جورج ډبلیو اېچ بوش د وروستیو مراسمو په خاطر تړل شوي دي.

د امریکا د دې پخواني ولسمشر جنازه د کانګرس له ودانۍ څخه د واشنګټن لويې کلیسا ته وړل کېږي.

له هغې ځایه به د بوش جنازه د تکساس ایالت هوسټن ښار ته یوړل شي او هلته به د خپلې مېرمنې او لور ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس او جورج اېچ بوش زوی جورج ډبیلو بوش به د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې وینا وکړي..

د کاناډا پخوانی صدراعظم براین مالیروني، پخوانۍ سناتور الن سمپسون او د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست تاریخ لیکونکی جان میچم هم د جورج ډبیلو اېچ بوش وروستیو مراسمو ته وینا کوي.

د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، لومړی مېرمنې میلانیا ټرمپ په ګډون د متحده ایالاتو درې پخواني جمهور رئیسان جیمي کارتر، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم د جورج ډبلیو اېچ بوش په وروستیو مراسمو کې ګډون کوي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې يې د برلین د دیوال له نړېدو وروسته د جرمني په یو کولو کې د بوش رول ستایلی دی، هم د هغه په جنازه کې ګډون کوي.

د متحده ایالاتو اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د بوش پر کورنۍ يې انتقادونه کړي دي، په دې مراسمو کې وینا نه‌کوي

XS
SM
MD
LG