د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۱۱

روسیې له واشنګټن څخه رسمي یاداښت ترلاسه کړی


ماریا زاخارووا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له واشنګټن څخه یې رسمي یاداښت ترلاسه کړی چې ښیې امریکا نیت لري د سړې جګړې د وخت د اټمي وسلې له تړونه ووځي که مسکو پر دغه تړون ژمن پاتې نه‌شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې په‌دغه یاداښت کې داسې ناڅرګندو شواهدو ته اشاره کړې چې ادعا کوي روسیې د ۱۹۸۷میلادي کال دغه تړون نقض کړی دی.

ماریا زاخارووا وویل، روسیې تل دغه تړون ته درناوی کړی دی او هغه یې د ستراتیژیک ثبات او د نړۍ د امنیت لپاره یو عمده ستون ګڼلی دی.

د روسیې د پوځ لوی درستیز ویلي چې له دې تړونه د امریکا وتل به نه یوازې اروپایي هېوادونو پر امنیت منفي اغېز وکړي، بلکه د ټولې نړۍ ستراتیژیک ثبات به اغېزمن کړي.

تردې څرګندونو یوه ورځ دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو په بروکسل کې د ناټو غونډې ته وویل، واشنګټن به په شپېتو ورځو کې له مسکو سره د سړې جګړې د وخت د اټمي وسلې له تړونه ووځي، که مسکو هغه توغندي چې واشنګټن یې د دې تړون نقض ګڼي، له منځه یونه‌سي.

پامپئو ویلي له روسیې سره یې پردې خبرې کړي چې خپل چلند به بدل کړي، خو وایې داسې نښې یې د روسیې له‌خوا نه‌دي لیدلي.

بل‌خوا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډه اعلامیه کې شکایت کړی چې روسیې یو داسې توغندوي سیسټم جوړ کړی چې د اروپا امنیت ته ګواښ دی او هغه د یاد شوي تړونه سرغړونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG