د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۹

د ارزګان چارواکي: د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایې، د دغه ولایت په خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې مېشت د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن خان جان نصرتي نن جهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه هوایي بریدونه د خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو په یو شمېر طالب مېشتو سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو له‌خوا شوي دي.

نصرتي وایي، په‌دې بریدونو کې د وسله‌والو مخالفینو وسلې او مهمات هم له‌منځه تللي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG