د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت په راتلونکي تحصیلي کال کې دولتي پوهنتونونو ته د محصلینو د جذب کچه لوړوي.
د دې وزارت ویاند فیصل امین د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لوړو زدهکړو وزارت د تېر یو کلن فعالیت د راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به په پوهنتونونو او نورو تحصیلي بنسټونو کې لس سلنه زیات محصلین جذب شي.
ښاغلي امین زیاته کړه:
"د راتلونکي کال لپاره زموږ پلان دا دی چې دولتي پوهنتونونو کې د لوړو زدهکړو په برخه کې د محصلینو د جذب کچه له پنځو تر لس سلنې لوړه شي او همدا راز راتلونکي کال ته د کانکور ازموینې لپاره زموږ تمه دا ده چې له ۱۵۰زره تر ۲۰۰ زره ګډونوال ولرو."
نوموړي د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د روان کال په ترڅ کې د ۷۰سلنې پراختیایي بودجې د مصرف خبره هم وکړه چې د کال تر پایه به دا کچه ۹۰ سلنې ته ورسېږي چې له امله بهیې د راتلونکو کلونو محصلینو ته پرې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د ټول هېواد په کچه د دولتي پوهنتونو په بېلابېلو پوهنځیو کې ۱۸۷۴۲۱محصلین په لوړو زدهکړو بوخت دي او راتلونکي کال کې به دا شمېر لس سلنه زیاته شي.
همدا شان تېرکال د ټول هېواد په کچه د کانکور په ازموینه کې ۱۵۰ زره کسانو ګډون کړی وو چې له دې شمېره تر ۶۰ زره کسان د لوړو زده کړو دولتي پوهنتونو او موسسې ته بریالي شول.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د راتلونکي کال لپاره به د کانکور ازموینه د روان لمریز کال په حوت میاشت کې پیل شي.
په ورته وخت کې د لوړو زدهکړو برخې کارپوه محمد صابر نوري د لوړو زدهکړو وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي خو وایي چې حکومت دې له لوړو زدهکړو وزارت سره په همغږۍ فارغ شوېو محصلانو ته کاري زمینه هم برابره کړي چې هر محصل د خپلې رشتې په مطابق کار هم وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"حکومت ته دا کول په کار دي چې تخنیکي، مسلکي او فني فاکولتو په ګډون ښوونځي جوړ کړي، څوک یې چې مینهوال دي، هغو ته دې زمینه برابره کړي څو موږ په فني او مسلکي برخو کې هم هغه کسانو ته چې اړتیا ده، هغه هم پوره شي او هغه فشار د فارغانو چې په تحصیلاتو راځي هغه هم کنټرول شي."
خو د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې د فارغ شویو محصلینو لپاره د کاري زمینې برابرولو په برخه کې یې یوه طرحه برابره کړې او له کار او ټولنیزو چارو وزارت او نور اړونده ادارو سره یې خبرې کړي چې راتلونکي کال کې به دا مسئله هم حل شي.
راپور: فېروزه عزیزي