د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

عمر زاخېلوال: سولې ته بايد د ملي ګټو او اهدافو په چوکاټ کې وکتل شي 


په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې پروسې ته بايد يوازې د ملي ګټو او د سولې د اهدافو په چوکاټ کې وکتل شي.

نوموړي د ډسمبر پر پنځمه د ازادي راډيو د مشال څانګې له خبريال احمد شاه اعظمي سره د مرکې پر مهال وويل چې د سولې د پروسې ارزونه بايد د نتيجې پر اساس وشي.

د سولې په اړه د زاخېلوال دريځ هغه وخت په ټولنيزو رسنيو کې نوی بحث راوپاروئ کله چې نوموړي په دا وروستيو کې د افغان سولې پر روانې پروسې ځېنې نيوکې وکړې.

له نوموړي سره پر افغان سولې سربېره د پاکستان او افغانستان پر اړيکو او د راتلونکو افغان ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم خبرې شوي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG