د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۷

واشنګټن پُسټ: داسي ښکاري چې طالبان د سولې لپاره په بيړه کې نه دي


  • واشنګټن پُسټ

یو شمېر لویديځو رسنیو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړي دي.

په داسي حال کې چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد پاکستان ته رسېدلی، واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله يادونه کوي چې ښاغلي خليل‌زاد په ټوله سیمه کې سفرونه پيل کړي چې د سولې د بهير لپاره ملاتړ راټول کړي خو د مقالې په وينا، داسي ښکاري چې طالبان د سولې لپاره په بيړه کې نه دي.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد
د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد

مقاله ليکي، تېره اوونۍ کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ژنيو کې د سولې د خبرو لپاره یو لیدلوری وړانديز کړ، د طالب سخت دريځو غبرګون ناهيلی کوونکی وو.

دوی د ولسمشر غني حکومت بې قدرته ياد کړ او له افغان چارواکو سره د سولې خبرې يې د وخت ضیاع وبللې.

مقاله وايي، په داسي حال کې چې افغان حکومت د سولې لپاره هيله من دی، طالبان په دوامداره توګه مځکې نيسي او په پلازمېنه کابل کې حملې کوي.

واشنګټن پُسټ: طالبان په مسکو کنفرانس کې تر ډېره برلاسي وو خو د دوی لويې غوښتنې نه دي بدلې شوي.

مقاله وايي، په ډپلوماټيکه توګه طالبانو پر نړيواله کچه نوې پېژندنه تر لاسه کړې ده. دوی په مسکو کنفرانس کې تر ډېره برلاسي وو خو د دوی لويې غوښتنې نه دي بدلې شوي. د طالبانو له غوښتنو یو څو دا دي: بهرنيو ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او سياسي سيستم بايد شرعي وي.

خو مقاله لیکي چې د طالبانو د ټيټې کچې جنګيالي نور له جګړو ستړي دي او دوی غواړي د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کيښودل شي او همداراز عادي افغانان اوس له دې ډلې سره خواخوږي نه لري.

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ښځينه فټبال ټيم غړيو هغه شکایت ته کتلي چې وايي د افغان فټبال فدراسيون د ریس په ګډون د روزونکو او یو شمېر چارواکو له خوا په جنسي او فزيکي توګه ځورول شوې دي.

مقاله يادونه کوي چې افغان حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغو تورونو په اړه پلټنې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو شا ته د اولمپيک ملي کميټې ته په خبرو کې وويل چې ده د ګارډين ورځپاڼې د هغه راپور په غبرګون کې د افغان ښځينه فټبال ټيم د غړيو د تورونو د پلټنو امر کړی چې تېره اوونۍ خپور شو.

د فټبال فدراسیون ریس کرام الدین کرام
د فټبال فدراسیون ریس کرام الدین کرام

ولسمشر ويلي چې دا خبر د ټولو افغانانو لپاره حيرانوونکی دی.

مقاله يادونه کوي چې د افغان ښځينه فټبال پخوانۍ مديرې خالده پوپلزۍ ويلي چې د افغانستان د فټبال فدراسیون ریس کرام الدین کرام د ښځينه ټیم غړې په خپل دفتر کې د خوب په يوه خونه کې ځورولي دي.

مقاله د خالده پوپلزۍ له قوله ليکلي: کله چې دوی کرام الدين کرام ته وويل چې دوی به يې پر وړاندي شکايت وکړي، ده دوی ووهلې.

نيويارک ټايمز : د افغانستان د فټبال فدراسیون ادعا کړې چې اوس هم د ښځينه غړيو ملاتړ لري.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، په دې اړه د فيفا یا فټبال نړيوال فدراسيون اعلاميه او نه هم د افغان چارواکو خبرې دا په ګوته کړې چې کرام الدين کرام به له دندې ګوښه کړای شي.

د افغانستان د فټبال فدراسیون ادعا کړې چې اوس هم د ښځينه غړيو ملاتړ لري. د دې فدراسيون سکرتر جنرال سيد علي رضا اقازاده د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وويل چې دا ادعاوې بې بنسټه دي او په دې اړه به بشپړه تحقيقات وکړي.

XS
SM
MD
LG