د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د سې شنبې په ورځ رسماً د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرانيستل کېږي.
افغانستان هم د دې غونډې د بحث یو له مهمو موضوعاتو دی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دمخه لا ویلي دي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او شریکان بهیې چې په افغانستان کې یې ځواکونه مېشت دي، د ډسمبر په پنځمه د چهارشنبې په ورځ د یاد هېواد د سولې او امنیت په اړه بحث وکړي.
هغه د دوشنبې په ورځ د ناټو په مقر کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال، د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او زیاتهیې کړه:
"په افغاستان کې ننګونه لویه ده، په دې وروستیو میاشتو کې زموږ متحدینو مرګ ژوبله ګاللې، افغان پوځیانو او د هغه هېواد ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي، باید ډاډه شو چې دا هېواد هېڅکله بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل نهشي."
سټولټنبرګ زیاته کړه چې له افغانستانه د وتلو قیمت په هغه هېواد کې د اوسېدو له قیمته څو برابره لوړ دی.
ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د خپلې هغې ژمنې پخلی هم وکړي چې ویلي یې وو، افغان ځواکونه به تر ٢٠٢٤ کال پورې تمویل کړي او همداراز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ به وکړي.
تمه ده چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني هم برخه واخلي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې سره راغونډېږي چې په افغانستان کې د ١٧ كلنې جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې تر پخوا زیاتې شوې دي.
خو د دغو هلو ځلو سره سره طالبانو تر اوسه له حکومت سره د سولې نېغ په نېغه خبرو ته چمتووالی نهدی ښودلی.
داسې نهښکاري چې د تاوریخوالي په اندازه کې دې هم د پام وړ کوم کمی راغلی وي.
د همدې تاوتریخوالو له امله، هر کال زرګونه کسان په افغانستان کې مري.
اوسمهال ناټو خپل د ١٦٠٠٠ څخه زیات پوځيان په افغانستان کې مېشت کړي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته مرسته، روزنه او مشوره ورکوي.