د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

دنیا: د سولې له خنډونو یو خنډ ارګ دی چې نه‌غواړي صادقانه همکاري وکړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په وروستیو کې د سولې په اړه که څه هم په ملي او نړیواله کچه تحرکات پیل شوي دي، خو ورسره په وړاندې یې خنډونه هم راپورته شوي.

دنیا لیکي، د دغو خنډونو له ډلې یو خنډ ارګ دی چې نه‌غواړي د سولې له بهیر سره صادقانه همکاري وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که څه هم ولسمشر غني تر دې وړاندې په کراتو ویل چې د سولې لپاره له خپل سره هم تېر دی او د سولې پر وړاندې خنډونه به‌یې پر طالبانو او نورو لورو واچول، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، موضوع برعکس ثابته شوه.

ورځپاڼه زیاتوي، د ارګ وروستي دريځونه د سولې پر وړاندې د درېدلو په معنی دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.

انیس لیکي، نړۍ باید د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو په تړاو له ملي او نړیوالې اجماع ملاتړ وکړي او د سیمې او له سیمې بهر هېوادونه هم د اسانچارو په توګه خپل رول هېر نه‌کړي، ځکه چې بین‌الافغاني مذاکرت سولې ته د رسېدلو لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

په سرمقاله کې راغلي، افغان دولت خپل پلاوی ټاکلی او له طالبانو یې هم غوښتي، که په سولې باورمند دي، نو خپل پلاوی دې وټاکي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، حکومت د سولې په خبرو کې خپل مقابل لوری طالبان ګڼي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، د ولسي جرګې وروستي انتخابات له پیله له اعتراضونو او نیوکو سره مخ وو، لامل‌یې معلوم دی، د حکومت لاسوهنې او د انتخاباتو اړوند کمېسیونونو لپاره د کمزورو او بې‌تجربې کسانو ګمارل‌یې مهم لاملونه وو.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د انتخاباتو پروسه له لومړۍ ورځې له درغلیو او جعلکاریو په بدرګه روانه وه او بایو مټریک سیستم د دې درغلیو لپاره بله سرچینه شوه.

لیکوال لیکي، اوس چې لا د نیمايي ولایتونو لومړنۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي، د معترضو نوماندانو لښکر جوړ شوی، دوی وړمه ورځ ګواښ وکړ چې کې یې غوښتنې ونه‌منل شي، موازي پارلمان به اعلان کړي.

دا چې په افغانستان کې تر هرو انتخاباتو وروسته ولې داسې کېږي، ویسا یو شمېر دلایلو ته اشاره هم کړې، خو بالاخره له دې ستونزې د وتلو حل لاره‌یې دا ښودلې چې د دغه هېواد له پټلۍ لوېدلی اساسي قانون بېرته لیکې ته سم شي، که نه نو د سرمقاله لیکونکي په خبره، بغاوت او د موازي حکومتونو او جوړښتونو داستان به پسې غځېږي او افغانان به د بې‌واکۍ، بې‌حکومتۍ او بې‌زعامتۍ په ټس کې هره ورځ سلګونه قربانیان ورکوي.

XS
SM
MD
LG