د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ټرمپ وایي، له روسیې او چین سره به د وسلو د سیالیو د مخنیوي پر لارو چارو وغږېږي


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، یو وخت به د روسیې او د چین له ولسمشرانو سره په اغېزمن ډول د وسلو د سیالیو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

دی وایي، ډاډه دی چې په راتلونکي کې به داسې یوه ورځ راشي چې دی د چین او روسیې له ولسمشرانو سره د وسلو د سیالیو د پام وړ کمولو په اړه خبرې پیل کړي.

ډونالد ټرمپ په یوه ټویټر کې دغه سیالي لویه او نه‌کنټرولېدونکې وبلله.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تېره اوونۍ یې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینیس ایریس کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له خپلو دواړو چینایي او روسي سیالانو شي جین پېنګ او ولاديمیر پوتین سره خبرې وکړې.

ټرمپ زیاته کړه چې متحده ایالاتو سږ کال ۷۱۶ ميلیارده ډالر لګولي چې د ده په وینا، دغه پیسې پر وسلو یا پر پوځي چارو لګول شوي دي.

د امریکا او روسیې ولسمشران
د امریکا او روسیې ولسمشران

د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په تېر اکټوبر میاشت کې وروسته له هغې زیات شو چې د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې متحده ایالات به له هغه تړونه ووځي چې پر دواړو هېوادونو د اټمي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو پر تولید بندیز لګوي.

د «INF» په نوم دغه تړون چې په ۱۹۸۷ کال کې متحده ایالاتو او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ لاسلیک شوی، دواړه هېوادونه له دې منعه کوي چې له ۵۰۰ کېلو مترو څخه تر ۵۵۰۰ کېلو مترو واټن ویشتونکي دغه بالیستیک توغندي نه تولید، نه زېرمه او نه هم پراختیا ورکړي.

ټرمپ وویل، متحده ایالات ځکه له دغه تړونه وځي چې ادعا کېږي، روسیې له هغه سرغړونه کړې او هم داسې اندېښنې شته چې په داسې حال کې چې دغه تړون پر واشنګټن محدودیتونه لګوي، د اټمي وسلو لرونکي نور هېوادونه لکه چین چې هغه‌یې نه‌دی لاسلیک کړی، دغو توغندیو ته پراختیا ورکوي او هم‌یې ځای پر ځای کوي.

خو تر اوسه پورې د دې نښه نه‌ده لیدل شوې چې متحده ایالات به رسماً له دغه تړونه ووځي، که نه؟

مسکو د واشنګټن دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دی چې متحده ایالاتو په اروپا کې د ميزائیلو د ځینو سیستمونو په نصبولو سره په خپله له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

ټاکل شوې وه چې ټرمپ په بوینیس ایریس کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له پوتین سره په غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ، د دغه تړون په اړه هم خبرې وکړي، خو ټرمپ دغه کتنه د روسیې او اوکراین ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله لغوه کړه او دواړو په ولاړه او د تګ په حال کې لنډې خبرې وکړې.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د دوشنبې په ورځ د دغه تړون پر سر د راپور ته شوي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

سټولټنبرګ په بروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وویل، رامنځته شوی وضعیت سم نه‌دی او روسیه باید د شوي تړون له مخې خپل ټول مسؤلیتونه پر ځای کړي.

سټولټنبرګ وویل، روسیې د دغه تړون اعتبار له خطر سره ځکه مخامخ کړی چې دا هېواد نوي توغندي تولیدوي، پراختیا ورکوي او ځای پر ځای کوي یې.

سټولټنبرګ دغه‌راز له روسیې وغوښتل چې د اوکراین هغه ضبط شوې کښتۍ او ماڼوګان دې سمدستي خوشې کړي چې تېره اوونۍ یې په زور د تورې بحیرې په اشغال شوې د کریمیا په سواحلو کې نیولي وو.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن او سبا د بروکسل په غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د دغه نوي کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

اوکراین په دغه کړکېچ کې له ناټو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG