کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د امریکا د دفاع وزیر ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې سوله راشي، خو پهدې کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره شامله نهده.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، اصلاً دا د امریکايي چارواکو پخوانی نظر دی، خو د امریکا لهخوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو وروستی بهیر چې کومې هیلې پیدا کړې وې په دا شان څرګندونو سره مړاوې کېږي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ چې امریکا د سولې او خبرو اترو کومه لړۍ پیل کړه، د دې تبلیغاتو په بدرګه روانه وه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ستړې شوې او نور د وتلو جدي پروګرام لري.
له طالبانو سره د خلیلزاد پرلهپسې ناستو دې ادعا ته نور هم ځواک ورکړ، یوه نوې فضا ایجاد شوه، خو په خبرهیې اوس چې جېمز مټېس دا خبرې کوي د ارماني سولې هیلې په اوبو لاهو کوي.
د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست تر ډېره غبرګوني چلند درلود.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې په دې عنوان یو مطلب چاپ کړی دی، د ملي یووالي حکومت بهرنی سیاست، لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې.
په مطلب کې راغلي، د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، څه باندې څلور کاله تېرېږي او پهدې موده کې هېواد له امنیتي او سیاسي بېثباتۍ او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
په مطلب کې راغلي، پهدې منځ کې بهرنی سیاست هغه برخه وه چې د ملي یووالي حکومت د ځینو ستونزو تر څنګ لاسته راوړنې هم پهکې درلودې.
د مطلب لیکوال وړاندې لیکي:
په ټولهییز ډول د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست تر ډېره غبرګونی چلند درلود چې په هېواد کې له امنیتي وضعیت سره تړلی و.
په مطلب کې دا هم راغلي چې بهرنی سیاست بېثباته روان و او په یو شمېر برخو کې نا متوازن هم و.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې «CPAG» په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د نومبر میاشتې په راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، د اکټوبر میاشتې په پرتله په نومبر میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه ۵۰ سلنه کمه وه.
هېواد لیکلي په راپور کې راغلي چې په نومبر میاشت کې په افغانستان کې ۲۱۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په مطلب کې راغلي چې دې ډلې په اکټوبر میاشت کې د ۲۳۷ کسانو د وژل کېدو او د ۵۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.