- ملېټري ټايمز «Military Times»
امريکايۍ ملېټري ټايمز خپرونې د امريکا د دفاع وزير پر هغو څرګندونو ليکنه خپره کړې چې په افغانستان کې يې په پوځي ډګر کې د پرمختګونو يادونه کړې او ويلي يې دي چې له افغانستانه به امريکايي پوځيان ونهايستل شي.
جېمز مټېس د شنبې په ورځ په رېګن ملي-دفاعي بنسټ کې د وينا پر مهال وويل:
"موږ به د ٤١ نورو هېوادونو تر څنګ يو چې په تاريخ کې يې تر ټولو پراخ جنګي ائتلاف تشکيل کړى او غړي يې نورو هڅو ته ژمن دي."
ملېټري ټايمز د ښاغلي مټېس دا خبرې هم رااخیستي چې ويلي يې دي، طالبانو ثابته کړې چې د افغانانو ژوند ورته هېڅ اهميت نهلري، څرنګه چې دوى انتخابات نهشي ګټلى، نو د خلکو ترور کولو تهيې مخ اړولى دى.
د خپرونې په حواله، ښاغلى مټېس دا خبره په داسې حال کې کوي چې څو ورځې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور د دوام د ملاتړ په اړه دې ته ورته ژمنه وکړه.
ملېټري ټايمز ليکي:
دا مهال په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر ١٦٠٠٠ ته رسېږي چې روزنيز مأموريت او د ترورېزم ضد رول ورترغاړې دى.
په خپرونه کې يوازې د تېرې مياشتې پر مهال د څلورو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته اشاره شوې چې ورسره د ٢٠١٨ میلادي کال له پيله په افغانستان کې د وژل شویو امريکايي سرتېرو شمېر ١٣ ته ورسېد.
د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير ويلي، دى په سيمه کې د امريکايي پوځيانو د حضور پر اهميت کوم شک نهلري.
جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه وستايله چې تېر ميلادي کاليې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر د زياتولو په اړه کړې وه.
- مېل انلاين «Mail Online»
بريتانوۍ مېل انلاين خپرونې د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم د غړو د وروستيو ادعاوو په اړه ليکنه خپره کړې چې په تړاو يې څېړنه پيل شوې ده.
د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې د افغانستان مقامات او د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم د ځينو غړو د هغو ادعاوو په اړه څېړنه کوي چې ويلي يې دي، د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکو په جنسي لحاظ ځورولي دي.
د خپرونې په حواله پهدې اړه اول د جمعې په ورځ بريتانوۍ ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړ چې د فوټبال د ښځينه ټيم ځينو وتلو غړو په راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په مرکز او تېره فبرورۍ مياشت په اردن کې په روزنيز کمپ کې فوټبالرانې په جنسي لحاظ ځورول شوې دي.
د تورنو کسانو په ډله کې د فوټبال فدراسيون د مشر کرامالدين کريم نوم هم ياد شوى دى.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ويلي چې حکومت دغه تورونه جدي نيسي او دا قضيه څېړل کېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوه اعلاميه کې دغه ادعاګانې رد کړي او ويلي يې دي، دوى ته دغسې چلند هېڅ د زغملو نهدى.
د مېل انلاين په ليکنه، د جنسي ځورونې قربانيان زيات وخت له دې بېرې خاموشي اختياروي چې ښايي په زنا محکوم شي.