د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې له وسلهوالو طالبانو سرهيې خبرې پیل کړي، څو د پولیو ضد واکسین کمپاینونو ته د کور په کور کولو اجازه ورکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت خلک هم له وسلهوالو طالبانو غوښتنه کوي چې د پولیو واکسین ته د کور په کور کولو اجازه ورکړي او ماشومان يې له دغه ناعلاجه ناروغي څخه په امان کړي.
دا پهداسې حال کې ده کله چې وسلهوالو طالبانو پهدغه ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین د کور په کور مخه نیولې، نو په لنډ وخت کې د یاد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د پولیو دوه مثبتې پېښې رامنځته شوې او ترڅنګيې روغتیايي مسوولینو خبر ورکړ که وسلهوالو طالبان د پولیو واکسین کمپاین ته کور په کور اجازه ورنهکړي، نو د پولیو نور مثبتې پېښې به هم رامنځته شي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: