د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، تر کومه چې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې ختمې نهشي په دغه هېواد کې به جګړه روانه وي.
د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل چې ګاوندی هېواد ایران د افغانستان په سیاسي، کلتوري او نظامي برخو کې مستقیمه لاسوهنه کوي.
ښاغلی عارض دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په کابل کې د ایران سفارت د هغه هېواد لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی پهدې تورن کړی چې د افغانستان او ایران مخ پر ودې اړیکې زیانمنوي.
له ښاغلي عارض سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې او په سر کې یې په کابل کې د ایران سفارت د همدې ادعا په اړه ورنه پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: