د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

امریکا ولې په افغانستان کې حضور ته دوام ورکوي؟


  • سټار ټریبون

سټار ټریبون ورځپاڼې په افغانستان کې د درېيو امریکايي پوځيانو د وژل کېدو وروستۍ پېښې ته په اشارې په خپله سرمقاله کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته کتنه کړې ده.

دا درې امریکايي پوځیان د تېرې اووني د سې شنبې په ورځ په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول.

تر دې پېښې ۳ ورځې وړاندې یو بل امریکايي پوځي له القاعده شبکې سره په نښته کې وژل شوی و.

ورځپاڼه وايي چې له دې سره په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې چې پای ته رسېدو ته یې یوه میاشت پاتې ده، په افغانستان کې د وژل شوېو بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد، خو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې افغانستان ته امریکايي پوځیان راغلي د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲ زره ۴۱۷ تنو ته رسېږي.

سټار ټریبون ورځپاڼه پوښتنه کوي چې له دې سره سره امریکا ولې په افغانستان کې حضور ته دوام ورکوي؟

په ځواب کې ورځپاڼه وايي، که امریکايي پوځیان په افغانستان کې نه‌وي تروریستي ډلې به بیا دا وړتیا ومومي چې له افغانستانه د امریکا پرضد د حملو لپاره کار واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي چې که امریکايي پوځیان ووځي طالبان به د خپل واک ساحه پراخه کړي په تېره بیا د افغانستان په جنوب کې.

ورځپاڼې د طالبانو ترڅنګ د داعش او القاعده د ګواښ یادونه هم کړې ده.

  • واشنګټن اګزمینر

واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د نوي قوماندان د ټاکل کېدو په اړه تبصره کړې.

ورځپاڼه وايي، برید جنرال فرانک مکینزي به کانګرس ته معرفي شي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه یې تأیید کړي.

د دې څوکۍ اهمیت په‌دې کې دی چې په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره سر او کار لري.

  • ګارډین او نورې ورځپاڼې

ګارډین او څو نورو ورځپاڼو د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لوري د افغانستان د فوټبال د نجونو ټیم له لوبغاړو سره د بدسلوکۍ او جنسي تېري د تور یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون غواړي چې دا مسئله په جدي ډول وڅېړي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مرستیال یوسف کارګر له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG