د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

کندهار چارواکي: په معروف او شاولي‌کوټ ولسوالیو کې ۴۷ طالبان وژل شوي


افغان امنیتي چارواکي د کندهار په معروف او شاولي‌کوټ ولسوالیو کې د ۴۷ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، لومړۍ پېښه د شنبې په شپه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دی.

  • د معروف ولسوالۍ پېښه

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وایي، وسله‌والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولى هاموې موټر د چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې چې د زابل د اټغر ولسوالۍ په سرحد کې د ملي اردو پر يوه کنډک د موټر بم حمله وکړي چې دغه موټر په خپله پر وسله‌والو چاودنه کړې او په پېښه کې ۳۷ وسله‌وال وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د معروف ولسوالۍ د بايزي په سيمه کې چې د زابل ولايت د اټغر ولسوالۍ سره پوله لري، وسله‌والو مخالفينو غوښتل چې پر يوه کنډک حمله وکړي دوی سره یوه «ان وې» چارچ شوی ټانګ هم و چې دغه ټانګ خپله پر وسله‌والو انفجار کړی او زيات شمېر مخالفينو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده."

وسله‌والو طالبانو په یوه خپاره کړي بیان کې دا پېښه رد کړې ده.

  • د شاولي‌کوټ ولسوالۍ پېښه

په عین وخت کې افغان چارواکي وايي، د کندهار په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندان سکرټر قسيم ازاد وايي چې د ويان په کلي کې د وسله‌والو طالبانو کتار پلی روان وو چې امنیتي ځواکونو پرې برید کړی.

د ازاد په خبره چې جګړه ماسپښين پيل شوې او تر ماښامه يې دوام درلود.

ازاد وايي، په‌دغه جګړه کې امنیتي ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسیدلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو په دې اړه څه نه دي ويلي.

راپور: صادق رښتینی- کندهار

XS
SM
MD
LG