د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په کندز کې د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې


د کندز ښار
د کندز ښار

په دغه ولایت کې د ملي اردو د جلب او جذب د دوهم نمبر مرکز چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او د روان کال په ۹ میاشتو کې دوی څه باندې ۲۲۰۰ تنه په شرایطو برابر ځوانان جلب او جذب کړي او د ملي اردو رونيز مرکزو ته یې استولي دي.

په کندز کې د ملي اردو د جلب او جذب د دوهم نمبر مرکز قوماندان ډګروال عبدالقدیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کندز کې د ځوانانو لېوالتیا د ملي اردو له لیکو سره زیاته شوې ده او ځوانان د جلب او جذب د پروسې له بشپړېدو وروسته، د ملي اردو تربیوي مرکزونو ته استول کېږي او بیا له فراغته وروسته د ملي اردو په بېلابېلو جزتامونو او قطعاتو کې ځای پرځای کېږي."

نوموړی د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو د لېوالتیا د کچې د لوړېدو اصلي لامل د ملي اردو په ليکو کې هغوی ته ښه امکانات او امتیازات په پام کې نېول او دغه راز له افغان پوځ سره د ځوانانو خپله مينه او وطپالنه یادوي.

په ورته وخت کې د ملي اردو د جلب او جذب د دوهم نمبر مرکز یو تن بریدمل امام نظر وايي چې داوطلب ځوانان د جسمي او روحي چک او معاینې وروسته جلب او جذب کېږي.

ده وویل:

"هره ورځ د جلب او جذب مرکزونو ته ځوانان مراجعه کوي او پوځي کمېسیون داوطلب ځوانان چک او معاینه کوي چې په مخدره توکو روږدي نه وي، جسمي او فزیکي توانايي ولري، عملیات شوي نه وي او دغه راز رواني تکلیف و نه لري او له ټولو څېړنو وروسته د ملي اردو ليکو ته جذبېږي."

له دې سره سم یو شمېر ځوانان چې د ملي اردو لیکو سره د یو ځای کېدو په هدف په کندز کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونو ته راغلي، وايي چې د ملي اردو پیاوړتیا کولاي شي چې د هېواد ښه راتلونکی تضمین کړي، نو په همدې هدف دوی غواړي چې د ملي اردو ليکو سره یوځای شي.

له دغو ځوانانو یو تن احمد جاوید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه د ملي اردو یو تن سرتېری یم او له ټولو بېکارو ځوانانو هيله کوم چې د ملي اردو ليکو سره یوځای شي او د وطن لپاره باید خدمت وکړي، ځکه وطن پر موږ حق لري."

بل خوا یو شمېر داوطلب ځوانان په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين او د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د ملي اردو پیاوړتیا او ځواکمنتیا ډېر اړین بولي او دغه راز پر نورو ځوانانو هم غږ کوي چې د افغان ګډو ځواکونو ليکو سره یوځای شي، څو په هېواد کې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG