د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

فارن افیرس : د طالبانو جنګي طرحه، طالبان د بریا ادعا کوي


  • انډيپنډنټ ورځپاڼه

د بریټانیا انډيپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو په افغانستان کې د جي فور اس په نوم په یوه بریتانوي امنیتي شرکت برید وکړ او لږ تر لږه لس کسان یې ووژل.

جي فور اس کمپنۍ په کابل کې د بریټانیا د سفارت له شاوخوا ساتنه کوي.

چهارشنبې ناوخته یو موټر بم چاودنه د جي فور اس شرکت مخ ته وشوه او ورپسې نښته وشوه.

انډیپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په حواله لیکلي چې تر بمي چاودنې وروسته سمدستي بریدګر د جي فور اس کمپنۍ ودانۍ ته ننوتل او برید ته یې دوام ورکړ.

انډيپنډنټ: طالبانو په افغانستان کې د جي فور اس په نوم په یوه بریتانوي امنیتي شرکت برید وکړ او لږ تر لږه لس کسان یې ووژل.
انډيپنډنټ: طالبانو په افغانستان کې د جي فور اس په نوم په یوه بریتانوي امنیتي شرکت برید وکړ او لږ تر لږه لس کسان یې ووژل.

ورځپاڼې لیکلي په کابل کې دا برید د هلمند تر خونړۍ جګړې څو ساعته وروسته وشو.

په هلمند کې تېره شپه د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو سخته نښته شوې وه چې پکې ۳۰ ملکیان او ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

  • فارن افیرس خپرونه

د طالبانو جنګي طرحه دا د فارن افیرس د خپرونې د یوه مطلب عنوان دی.

د خپرونې په لیکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته نوې هیلې رامنځته کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد

خپرونه لیکي خلیل‌زاد چې په قطر کې د طالبانو له استازیو، او په کابل او اسلام اباد کې هم له افغان او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي وايي چې تر راتلونکې اپریل میاشت له طالبانو سره سولې ته د رسېدو لپاره څه ناڅه خوشبینه دی.

فارن افیرس لیکي طالبان د بریا ادعا کوي او د لویو لارو د کنټرول په اخیستو په ګڼو سیمو کې هدفي تروریستي بریدونه کوي.

خپرونې لیکلي چې طالبان اوس وخت له څلور سوه ولسوالیو په ۲۵۰ باندې یا بشپړ یا نسبي کنټرول لري.

فارن افیرس: طالبان اوس وخت له څلور سوه ولسوالیو په ۲۵۰ باندې یا بشپړ یا نسبي کنټرول لري.

افغان حکومت بیا په وار وار ویلي چې پوځیانو یې په هره سیمه کې د طالبانو د ماتولو لپاره عملیات کړي او دا ډله ډېرې سیمې په واک کې نه لري.

فارن افیرس لیکي طالبان که څه هم په خپلو شته لاسته راوړنو د امریکا له ملاتړ برخمن افغان حکومت د تل لپاره نه شي ګواښلی خو دې کار طالب وسله وال پياوړي کړي څو جنګ وکړي او د امریکا عزم په تدریجي توګه له منځه یوسي.

  • ډیپلوماټ خپرونه

ډیپلوماټ خپرونې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په کاندیدو یوه مقاله لیکلې ده.

د خپرونې په لیکنه اتمر کلونه کلونه په مهمو موقفونو کې پاتې شوی.

ډیپلوماټ: حنیف اتمر کلونه کلونه په مهمو موقفونو کې پاتې شوی.
ډیپلوماټ: حنیف اتمر کلونه کلونه په مهمو موقفونو کې پاتې شوی.

د ډیپلوماټ د خپرونې په مطلب کې چې د اتمر په سیاسي فعالیتونو متمرکزه ده د حمل ۳۱ ولسمشرۍ انتخابات هم یاد شوي.

ډیپلوماټ لیکلي دا انتخابات نه یواځې افغانانو بلکې نړیوالې ټولنې په خاصه توګه امریکا ته هم مهمه دي.

XS
SM
MD
LG