د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

په غزني کې وسله‌والو ۲۵ دیني مدرسې او ښوونځي تړلي


د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په‌دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ګواښونو له امله لا هم ۲۵ دولتي مدرسې او ښوونځي تړلي دي چې له امله‌یې زرګونه زده‌کوونکي له زده‌کړو څخه بې‌برخې دي.

دوی وايي، که څه هم چې تېر کال د دغه بند ښوونځیو او په معارف پورې د مربوطو دیني مدرسو شمېره دوه چنده وه، خو لا هم دغه ماشومان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د غزني د پوهنې رئیس محب‌الرحمن انصار وايي، هېڅ نه‌پوهیږي چې دولت ضد وسله‌والو ولې دغه ښوونځي تړلي دي؟

د غزني د پوهنې رئیس محب‌الرحمن انصار
د غزني د پوهنې رئیس محب‌الرحمن انصار

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"د دغه بندو درسګاوو زیاته برخه دیني مدرسې دي چې د پوهنې ریاست پورې تړاو لري."

که انصار د دغه دیني مدرسو او ښوونځيو بندول د دولت ضد وسله‌والو کار ګڼي، خو وسله‌وال طالبان بیا وايي، دوی هېڅکله هم د زده‌کړو مخالفت نه‌کوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، نه‌غواړي چې د ماشومانو پر مخ ښوونځي او دیني مدرسې وتړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د غزني ولایت اوسېدونکي په غزني کې د پوهنې له روان بهیره ناخوښ دي او وايي، څنګه چې په کار ده هغه ډول ورته کار نه‌‌کېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG