د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

اسفندیار: د کرتارپور دهلېز په څېر چلند دې پر پاک-افغان پوله هم ترسره شي


د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د دوستانه اړیکو لپاره دې د هندوستان او پاکستان پر ګډه پوله د کرتارپور دهلېز په څېر چلند پر پاک-افغان پوله هم وشي.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستاني حکومت د هغه ګام په غبرګون کې کړي چې د سېکهـ زیارت کوونکو د سهولت لپاره‌یې د پاکستان او هندوستان پر سرحد د پاکستاني پنجاب په کرتارپور سیمه کې یوه نوې عبوري لار پرانیسته.

د ملت‌پاله عوامي نشنل ګوند مشر د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د دغه نوې سرحدي لار د پرانیستلو هرکلی کړی او دا یې د سوداګریزو اړیکو او د تورېزم د پراختیا لپاره غوره ګام بللی دی.

اسفندیار ولي خان په دغه بیان کې ویلي چې ۷۱ کلونه وروسته د کرتارپور سرحد په پرانیستې سره به د پاکستان او هندوستان اړیکې وغوړېږي، خو د دې تر څنګ‌یې پر حکومت غږ کړی چې د کرتار پور په څېر چلند دې پر پاک-افغان پوله هم ترسره شي.

اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

نوموړي په دې اړه ویلي:

"د پښتنو د احساس محرومۍ د ختمولو لپاره باید د کرتار په څېر چلند پر پاک-افغان پوله هم ترسره شي، ځکه چې د پولې په دواړو خواو کې د مېشتو پښتنو کلتور شریک دی او د دواړو خواو پښتانه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جنګ په اور کې سوځي د کرتارپور دهلېز تر پرانیستلو وروسته موږ د ریاست په سرپرستۍ له افغانستان سره هم د دهلېزونو د پرانیستو او په تعلیمي، سوداګریزو او کلتوري برخه کې د اقدام په هیله یو."

د عوامي نشنل ګوند مشر همدا شان یو ځل بیا د پاکستان امن په افغانستان کې له امن سره تړلی او ټینګار یې کړی چې د پرمختللي پاکستان لپاره پرمختللی افغانستان مهم دی.

اسفندیار ولي خان پر حکومت غږ کړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره دې ښې اړیکې ولري او د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان او افغانستان پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ په پاکستاني پنجاب کې له هندوستان سره پر پوله د کرتارپور دهلېز پرانیست.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د دې دهلېز د پرانیستلو هدف هغو سېکهـ زیارت کوونکو ته د اسانتیاوو برابرول دي چې په اسانۍ وکړای شي په پاکستان کې د خپل مذهبي مشر ګروبابه نانک زیارت ته ورشي.

د یادونې وړ ده چې د کرتارپور دهلېز د پرانیستنې مراسمو ته سلګونه سېکهـ زیارت کوونکي، د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه، د هندوستان د کابینې دوه وزیران او د دواړو هېوادونو ګڼ نور چارواکي ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG