د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

عمران خان وايي د پاکستان ټولې ادارې يې له هندوستان سره ښې اړيکې غواړي


د پاکستان صدراعظم وايي، د هېواد ټولې ادارې يې له هندوستان سره ښې اړيکې غواړي.

هغه دا خبره په پنجاب ايالت کې په بې‌سابقه مراسمو کې چې هندي چارواکو هم په‌کې برخه درلوده وکړه.

عمران خان پرون په کرتارپور کې له هندوستان سره د يوې نوې عبوري سيمې د چارو د پرانیستلو پر مهال وويل:

"زه صدراعظم، زما سياسي ګوند او نور سياسي احزاب، اردو او ټولې ادارې مو په يوه نظر دي چې موږ مخکې تګ او «له هندوستان سره» متمدنې اړيکې غواړو."

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم زياته کړه، که هندوستان د دوستۍ يو ګام واخلي، موږ به دوه ګامونه ورمخکې شو.

هندوستان که څه هم سم دلاسه د عمران خان پر تازه څرګندونو عکس‌العمل نه‌دى ښوولى، خو د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج پرون وويل، هندوستان به د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان يا سارک په هغه غونډه کې برخه وانه‌خلي چې په پام کې ده په اسلام‌اباد کې جوړه شي.​

د هند د بهرنيو چارو وزيره سوشما سواراج

هغې د هندوستان په جنوبي ښار حيدراباد کې خبريالانو ته وويل:

"تر هغو چې پاکستان د هندوستان په خاوره کې ترورېستي فعاليتونه بند نه‌کړي، کوم ‌ډيالوګ به ونه‌شي او د سارک سازمان په غونډه کې به برخه وانه‌خلو."

هند او پاکستان چې په اټمي وسلو سمبال دوه ګاونډي هېوادونه دي، په ١٩٤٧ میلادي کال کې د هند له ازادۍ او د پاکستان له ايجاد راهيسې په خپلو کې ښې اړيکې نه‌لري.

دغو سيالو هېوادونو تر اوسه په خپلو کې درې جګړې کړي چې دوه‌يې د کشمير د لانجنمې سيمې پر سر وې چې دواړه هېوادونه‌يې پر مالکيت دعوه لري.

په وروستيو کې هند او پاکستان په يوه بې‌ساري اقدام کې موافقه وکړه چې په پنجاب سيمه کې به يوه نوې عبوري سيمه جوړوي.

که هندوستان د دوستۍ يو ګام واخلي، موږ به دوه ګامونه ورمخکې شو.

د کرتارپور د دهلېز په نوم دغه سرحدي سيمه به د ٢٠١٩ میلادي کال په نومبر مياشت کې رسماً پرانیستل شي.

د دې دهلېز د پرانیستلو هدف هغو سېکهـ زيارت کوونکو ته د اسانتيا برابرول دي چې په اسانۍ وکړاى شي په پاکستان کې د ګرو نانک زيارت ته ورشي.

ګرو نانک په ۱۵مه پېړۍ کې د سېکهـ مذهب بنسټګر ګڼل کېږي.

پرونيو مراسمو ته په سلګونه سېکهـ زيارت کوونکي، د پاکستان د پوځ لوى درستيز قمر جاوېد باجوه، د هندوستان د کابينې دوه وزيران او د دواړو هېوادونو ګڼ نور چارواکي ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG